1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حلب په ښار کې یو تاریخي بازار سوځیدلی دئ

۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16Hon

د سوریې د حلب په ښار کې د شنبې د ورځې د جگړې په پایله کې یو لرغونی تاریخي بازار سوځیدلی دئ. د سوریایي بشري حقونو د ټولنې د وینا پر اساس د بشارالاسد پلوي ځواکونه او یاغیان پر یو بل د نوموړي اور د لگیدو تور پورې کوي. د رپوټونو په حواله د حلب په زوړ ښار کې د نوموړي اور له امله د ۷۰۰ څخه تر زرو پورې دوکانونه له منځه تللي دي. نوموړی بازار د ملگرو ملتونو د لرغونو آثارو په لست کې شامل وو. له تیرو درې ورځو راهیسې د سوریې په دغه تجارتي ښار کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د سختو جگړو رپوټونه ورکول کیږي او د شنبې په ورځ ملگرو ملتونو اندیښنه څرگنده کړې وه چې د جگړې له امله د حلب ښار تاریخي سیمې له خطر سره مخامخ دي. د سوریایي بشري حقونو د ټولنو د ارقامو پر اساس د سوریې په روان کړکیچ کې چې پرې ۱۸ میاشتې اوړي کابو ۳۰ زره انسانان وژل شوي دي.