1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس او اسرائيلو تر منځ شخړي په اړه انديښنې

۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16jva

په غزه کي د حماس ډلي د نظامي مشر احمد الجباري تر وژلو وروسته د فلسطين او اسرائيلو تر منځ جنجال نور هم زور اخيستی دئ. د اسرائيلي پوليسو د معلوماتو له مخي له غزې څخه پر اسرائيلو باندي د توغول سوو توغنديو له کبله په يوه کور کي درې تنه ملکي وگړي وژل سوي دي. د اسرائيلو د امنيتي ځواکونو د يوه وياند د معلوماتو له مخي د پنجشنبې په شپه د دغه هيواد جنگي جټ الوتکو په غزې تراډه کي ۱۰۰ هدفه ويشتلي دي.
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي دي، چي په غزې تراډه کي د حماس ياغيانو پرضد عملياتو د پراخېدو له پاره ئې لښکر تيار دئ. د اسرائيلو د دفاع وزير ايهود بارک، ويلي دي، چي اسرائيل جنگ نه غواړي، خو د حماس ډلي ته بايد سخت جواب ورکړي.