1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس او فتح ډلو تر منځ اوربند

۱۳۸۵ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

د حماس او فتح ډلو تر منځ د پنځه ورځنيو جگړو څخه وروسته، فلسطنيان يو ځل بيا هڅه کوي چې اوربند اعلان کړي. په دغو شخړو کې تر اوسه پورې له دېرشو څخه زيات کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/DKFZ
د ولسمشر محمود عباس استازي (ښی لاس) او د فلسطنيانو لومړي وزير اسماعيل هانيه (کيڼ لاس) د اوربند په سر خبرې اترې وکړې
د ولسمشر محمود عباس استازي (ښی لاس) او د فلسطنيانو لومړي وزير اسماعيل هانيه (کيڼ لاس) د اوربند په سر خبرې اترې وکړېانځور: AP
اوربند تېره شپه اعلان او پلی شو. د عيني شاهدانو په وينا سره له دې هم وسلوال جنگيالي په سرکونو او کوڅو کې گرځېدل او ډزې هم وشوې. دغه اوربند د غزه ښار په يوې بېرړنۍ غونډې کې رامنځ ته شوی و چې د حماس ډلې پورې اړوند لومړي وزير اسماعيل هانيه او د ولسمشر محمود عباس يوه استازي په کې ونډه اخېتسې وه. تر دې مخکې اوربندونه نه وو مراعات شوي.