1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس مشر غزې تراډي ته سفر کوي

۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16wvt

د حماس د اسلامي سازمان مشر خالد مشعل د جمعې په ورځ غزې تراډي ته تاريخي سفر کوي. د حماس ویاند سمیع ابو ظُهري د پنجشنبې په ورځ په غزه کښي وویل، چي د مشعل لیدنه کتنه د وسله وال مقاومت نتیجه ده. حماس او اسرائیلو د نوامبر په میاشت کښي تر یوه اته ورځني جنګ وروسته پر اوربند موافقه وکړه. دا له غزې څخه د دغه فلسطیني سياستمداره لومړنۍ لیدنه کتنه ده. مشعل په ۱۹۵۶کال کښي په رام الله کښي زیږیدلی دی. هغه ته د اسرائیلو د سرسخته مخالف په سترګه کتل کیږي.