1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د حکومتي چارواکو امنيتي کمپنۍ ندي ړنگي سوي"

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

د مشرانو جرګې غړو په ملک کي د هغو خصوصي امنيتي کمپنيو د شتون څخه خپله انديښنه څرګنده کړې چي د يو شمير سناتورانو په وينا په لوړ پوړو حکومتي چارواکو پوري تړلي دي.

https://p.dw.com/p/12Dor
انځور: DW

حامد کرزي د دغو کمپنيو د منحليدو فرمان له نن څخه پوره يو کال دمخه صادر کړ خو تر اوسه هم په لسګونو دغه کمپنۍ فعاليت کوي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي دمګړی يوازي ۴۶ خصوصي امنيتي کمپڼۍ په افغانستان کي فعالي دي او ۵۴ نوري لغوه سوي دي.

د مشرانو جرګي غړو د هغو امنيتي شرکتونو په اړه چي په عالي رتبه افغان چارواکو پوري تړلي دي د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي خپلي غونډي ته ور بللي وو.

محمدي سناتورانو ته ژمنه ورکړه چي د روان کال تر پايه به ټولي امنيتي کمپنۍ لغوه او د پوليسو په چوکاټ کي راوستل شي.

خو سناتورانو ويل چي حکومت په عالي رتبه چارواکو پوري د تړلو کمپنيو د لغوه کيدو توان نه لري.

د مشرانو جرګي پر پخواني مشر صبغت الله مجديدي، د ولسمشر پر لومړي مرستيال مارشال فهيم، د دفاع وزير جنرال رحيم وردګ، د ولسي جرګي پر غړي پاچاخان ځدراڼ او د ولسمشر د تره پر زوی حشمت کرزي تور دی چي خصوصي شرکتونه لري.

د مشرانو جرګي غړي عبدالحنان فيضي د خصوصي کمپنيو په لغوه کولو کي حکومت په ټګۍ او ناتوانۍ تورن کړ.

« تاسود مارشال فهيم امنيتي شرکت خلع سلاح کړی، تاسو د دفاع وزير جنرال رحيم وردګ د زامنو امنيتي کمپنۍ منحله کړي، کومي چي زموږ يو شمير بې ګناه خلک يي د ملک په بيلا بيلو برخو کي وژلي دي».

که څه هم د کورنيو چارو وزير د سناتورانو له يو شمير ترخو تورونو او نيوکو سره مخ سو، خو په لوړ پوړو حکومتي چارواکو پوري د دغسي کمپنيو د تړلو خبره رد کړه.

« ما تر اوسه ندي ا وريدلي چي مارشال صايب دي امنيتي کمپنۍ ولري او هغه دي هم په کابل کي فعاليت وکړي، دا داسي کار نه دى چي خداى ناخواسته، زه وغواړم احمد پريږدم او محمود نه، قطعًا داسي نه ده، هيڅ شى هم پټ نه پاتيږي، د ټولو دولتي اراکينو کمپنۍ لغوه سوي دي».

د کورنيو چارو د وزير د معلوماتو له مخي، اوسمهال د ځينو اړتياوو له مخي په موقتي ډول ٤٦ امنيتي کمپنۍ فعاليت لري، چي ٣٦ يي له دي امله چي ټکس يي نه دى تحويل کړى، د کورنيو چارو وزارت له خوا په ټوليزه توګه دوه مليارده افغانۍ جريمه سوي او يوه اندازه وسلي او وسايط يي ضبط سوي دي.

خو د مشرانو جرګي يو شمير غړو ويل چي همدا د کمپنيو يو شميرمشران دي چي په لويو اختلاسونو کي هم لاس لري. عبدالحنان فيضي وويل:

« تاسو بايد زما خبره پري نه کړی، همدا مارشال صايب نه يوازي دا چي د امنيتي کمپنيو مشري کوي، بلکي زه پري سندونه لرم چي په بدخشان کي په ستر مالي فساد کي هم لاس لري».

د خصوصي امنيتي کمپنيو په اړه هغه مهال انديښني راولاړي سوي، چي خلکو او يو شمير امنيتي چارواکو د دې کمپنيو د خپلسرو فعاليتونو په اړه شکايتونه وکړل او فعاليت يي د جرمونو د زياتيدو لامل وباله.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل