1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ختیځ بلاک د سوله ییز انقلاب ۲۵ کلیزه

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۲۶, دوشنبه

په ختیځ بلاک کې د کمونستي نظامونو له ړنگیدو څخه ۲۵ کاله تیر شول. د سیمي ولسونه په همدې مناسبت خپله آزادي لمانځي. د سلواکیا په پلازمینه کې د شپږو هیوادونو ولسمشران راټول شول څو د ۱۹۸۹ کال د سوله ییز انقلاب یادون وکړي.

https://p.dw.com/p/1DoVO
انځور: picture-alliance/dpa/Kumm

د پخوانۍ وارسا بلاک له نن څخه ۲۵ کاله مخکې منحل شو. د پخواني شوروي اتحاد له ړنگیدو سره د ختیځې اروپا کمونستي نظامونه په ۱۹۸۹ کال کې یو په بل پسې ړنگ شول او وروسته له لسیزو اختناق څخه د ختیځې اروپا خلکو د ازادۍ چیغه پورته شوه.

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۶مه) د سلواکیا په پلازمینه براتیسلاوا کې د ختیځې او منځنۍ اروپا یو شمیر مشران راټول شول تر څو خپل سوله ییز انقلاب ولمانځي. دغې غونډې ته د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوگ هم بلل شوی وو تر څو د سیمې ولسونو ته د دغه سوله ییز انقلاب په مناسبت مبارکی ووایي. خو دغه غونډه په اوکراین کې د روان کړکیچ تر سیورې لاندې وه.

په غونډه کې د اوکراین ولسمشر پېترو پورو شینکو هم گډون درلود. له هغه سره له لیدنې کتنې وروسته د سلواکیا ولسمشر اندري کریسکا په اوکراین کې د روسیې مداخلې ته په اشارې سره وویل: «بندیزونه د هیچا نه خوښیږي. خو کله چې یو هیواد راولاړیږي او د بل هیواد خاوره له خپلې خاورې سره په زور گډوي، نو سړی مجبوره کيږي چې عمل وکړي. بندیزونه په اوسني وخت کې یوازینۍ لاره ده تر څو له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونو مخه ونیول شي.»

سلواکیا له اوکرايین څخه ملاتړ کوي

د اوکرایین ولسمشر پېترو پوروشینکو له سلواکیا او د اروپا د اتحادیې له نورو غړو هیوادونو څخه مننه وکړه چې په داسې یوه سخت وخت کې له اوکراین سره خپل پیوستون څرگندوي. پوروشینکو وویل چې د هغه هیواد په اوسني وخت کې د آزادۍ او خپلوکۍ له پاره «غټه بیه» په ځان منلې ده. هغه وویل چې د روسیې پر ضد د اقتصادي بندیزونو سره سړی باید اقتصادي تاوانونو ته نه، بلکې په اروپا کې اصولي ارزښتونو ته پام وکړي:«د دې کړکیچ حل ممکن دی، که چیرې د مېنسک موافقه مراعات شي. معنی دا چې: جگړې باید ختمې شي، ټول بهرني سرتیري زموږ له هیواد څخه ووځي او له روسیې سره پولې باید په اروپا کې د امنیت او د همکارۍ د سازمان له خوا وڅارل شي. بیا نو دغه کړکیچ په دوه اوونیو کې پای ته رسیږي.»

Tschechoslowakei Geschichte Samtene Revolution Prag 1989 Flaggen
انځور: ullstein bild - CTK

د ختیځې اروپا له پاره مهمې پیښې

د اوکراین کړکیچ د پوروشینکو او د هغه د پولند، د چک د جمهوریت، هنگري او د سلواکیا د مشرانو ترمنیځ د لیدنې کتنې مهمه موضوع وه. سر بیره پر دې د ختیځې اروپا د سوله ییز انقلاب د لمانځنې په څنډه کې د آلمان ولسمشر هم له پوروشینکو سره ولیدل. په براتسیلاوا کې پوروشینکو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د خپل هیواد اوسنی وضعیت د ختیځې اروپا د ۱۹۸۹ کال پیښو ته ورته وگاڼه. د اوکراین ولسمشر وویل: «د هغه هیواد اوس په هغې لارې روان دی چې سلواکیا پرې له نن څخه ۲۵ کاله مخکې روانه وه. موږ نه یوازې د اوکراین له پاره مبارزه کوو، بلکې د اروپا او د هغې د ارزښتونو له پاره هم.»

په ۱۹۸۹ کال کې په پخواني چکوسلواکیا کې چې اوس د چک له جمهوریت او سلواکیا څخه عبارت دي، د «مخملي انقلاب» تر نامه لاندې د خلکو پاڅون په ختیځه اروپا کې د دیکتاتورو رژيمونو د راپرځولو له پاره لاره هواره کړه. د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۱۶ په براتیسلاوا کې خلکو په سوله ییزه توگه د دیموکراسۍ او آزادۍ له پاره سړکونو ته ووتل. یوه ورځ وروسته په پراگ کې د محصلینو یوه ستره مظاهره د پولیسو له خوا د برچې په زور وټکول شوه. د هغه وخت په چکوسلواکیا کې یو اتل هم واسللاف هاول، وو چې بیا وروسته د چک د جمهوریت ولسمشر شو.

د دوشنبې په ورځ په پراگ کې د هاول او د خلکو د سوله ییز پاڅون د لمانځنې له پاره چې په نتیجه کې یې هلته کمونستي رژیم نسکور شو، ځانگړې مراسم په پام کې نیول شوي دي.