1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خصوصي امنيتي کمپنيو څخه زر ميله وسلې راټولي سوي

۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبه

د کورنيو چارو وزارت وايي چي تر۱۳۰۰ميله ډيري درنې او سپکي وسلې يې له خصوصي امنيتي کمپنيو څخه را ټولي کړي دي.

https://p.dw.com/p/PWLd
انځور: DW

د کورنيو چارو وزارت وايي چي دغه وسلي يې د ان سي ال، کمپاس، صلاح الدين، هندوکراس او سپين عقاب له خصوصي اميتي کمپنيو را ټولي کړي او پس له دې دغه کمپنۍ نه سي کولای چي په افغانستان کي فعاليت وکړي.

د وسله والو امنيتي کمپنيو شتون هغه مسله وه چي ولسمشر کرزي د ملک کورني امنيتي ته زيان رسونکي وبلل او بلاخره يي د يوه فرمان په ترځ کي د ټولو امنيتي خصوصي کمپنيو د ړنګيدو دستور ورکړ.

د کورنيو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګي مشر جنرال سيد عبدالغفار سيدزاده وايي چي تر دوو مياشتو پوري به ټولي خصوصي امنيتي کمپنۍ ړنګي کړي او په همدي موخه يي خپلي يو شمير ډلي کندهار، غزني، مزارشريف او نورو ښآرونو ته استولي دي.

«په لومړي سرکي د هغو ۵۹ امنيتي کمپنيو د ړنګولو کار پيل سوی، چي موږ سره راجستر نه، بلکي د راجستر سوو کمپنيو څخه يې په دوهم لاس قرار دادونه تر لاسه کړي دي.»

جنرال عبدالغفار وويل چي تر دوو مياشتو پوري به ټولي امنيتي کمپنۍ بې وسلې سي.

يو شمير افغانانو د دويچه ويلي سره په خبرو کي د افغان دولت د دغه اقدام ستاينه وکړه او د هغوی غوښتنه دا ده چي بايد قانون پر ټولو کمپنيو يو ډول پلی سي نه دا چي له يوي کمپنۍ سره يو ډول او له بلي سره بل ډول سلوک وسي.

افغان دولت په کلکه هوډ کړی، چي ټولي امنيتي خصوصي کمپنۍ به له يوه مخه تړي، خو ډيری افغانان پر دې پلان شک لري.

هغوي استدلال کوي چي دولت د هغو کمپنيو د تړلو توان نه لري چي مشري يي د حکومت عالي رتبه کسان، د پارلمان غړي او يا د هغوی د کورنيو غړي په غاړه لري.

دمګړۍ د يو شمير خصوصي امنيتي کمپنيو مشري د دولت د عالي رتبه کسانو په غاړه ده.

په دغه لړ کي د حامد کرزي د ورور، د ملي دفاع وزير د زامنو، د کرهني د پخواني وزيرعبيدالله رامين د وروڼو او د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال فهيم د ورور نوم اخيستل کيږيٍ چي د خصوصي امنيتي کمپنيو مشري کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل