1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خلیج هیوادونو په اړیکو کې نوی فصل

مسعود جهش (کریستین کنیپ)۱۳۹۳ آبان ۳۰, جمعه

قطر غواړي چې له خپلو گاونډیو سره اړیکې یو ځل بیا ښې کړي. دغه هیواد همداراز غواړي له مصر سره په اړیکو کې ښه والي راولي. کارپوهان وایي چې سیمه ییز او نړیوال عوامل د دې سبب شوي چې د خلیج هیوادونه خپل منځی اختلافات لیرې کړي.

https://p.dw.com/p/1Dr4z
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/SPA

د سعودي عربتسان په پلازمینه په ریاض کې د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۱۱مه نیټه) د خلیج هیوادونو تر یوې غونډې وروسته، د سعودي عربستان پاچا عبدالله بن العزیز، وویل چې اوس د عربي هیوادونو په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیستل شوې ده. د غونډې گډونوالو چې په کې د بحرین، قطر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان شامل وو د خپل منځي ستونزو د حلولو ژمنې وکړې.

تر دې مخکي د ۲۰۱۴ کال په دوبي کې متحده عربي اماراتو، بحرین او سعودي عربستان له قطر څخه خپل سفیران را ایستلي وو. دغو هیوادونو هغه وخت د قطر پر بهرني سیاست سختې نیوکې کړې وي. هغه موضوع چې په خاصه توگه د ستونزې د رامنځ ته کیدو لامل شوې وه د قطر له خوا د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي ملاتړ او د پوځ له خوا د هغه پر راپرځیدو باندې د قطري چارواکو سختې نیوکې وي.

سفیران بیرته دوحې ته ورځي

په دې غونډه کې د خلیج هیوادونو پریکړه وکړه چې قطر ته به خپل سفیران بیرته واستوي. د سعودي عربستان پاچا عبدالله، د رامنځ ته شوې موافقې په اړه وویل: «دغه نوې پرانستل شوې پاڼه به گډه همکاري لا پراخه کړي چې نه یوازې د خلیج د همکاریو شورا د غړو هیوادونو په گټه به وي، بلکه ټولې عربي او اسلامي نړۍ ته به یې گټه ورسیږي.»

دغو هیوادونو په عین حال کې پر مصر باندې هم غږ وکړ چې دغه غونډه د عربي هیوادونو د یووالي په توگه وڅیړي. مصر هم سمدستي دا کار وکړ او ویې ویل چې دغه تړونونو ته د «د دوستې د بلنې او د عربي یووالي په لور د یوه گام» په سترگه گوري.

لویې سیاسي ننگونې

څارونکي وايي چې سیمه ییز او نړیوال عوامل د دغه تړون د رامنځ ته کیدو لامل شوي دي. د «رای الیوم» ورځپاڼې ویلي دي چې قطر نه یوازې د خليج د هیوادونو له لوري ځان تر فشار لاندې بولي بلکې د مصر له خوا هم د فشار احساس کوي. د دغې ورځپانې په حواله د قطر او مصر تر منځ واټن د السیسي واک ته تر رسیدو وروسته ډیر شوی دی. پر دې سربیره پر قطر باندې له ترهگرو څخه د ملاتړ تورونه هم لگول کیږي او ویل کیږي چې دغه هیواد په سیمه کې د «اسلامي دولت ترهگرې ډلې» د گواښ د زیاتیدو لامل کیږي. پر قطر باندې تل له اسلامي دولت څخه د مالي ملاتړ تورونه لگول کیږي، خو دغه هیواد تل دغه تورونه رد کړي دي.

نوې سیاسي نقشه

د «القدس العرب» ورځپاڼه د دغه تړون نورو انگیزو ته اشاره کوي. د دې ورځپاڼې په حواله د ایران د اتومي شخړې پر سر احتمالي توافق کیدای شي چې امریکا متحده ایالات او دغه هیواد سره نزدې کړي. د واشنگټن او تهران اړیکې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال تر اسلامي انقلاب وروسته ترینگلې شوې وې. عربي هیوادونه اندیښمن دي چې د تهران او واشنگټن د سیاستونو نزدې کیدل کیدای شي چې ایران ته په سیمه کې د خپل قدرت د پراخولو انگیزه ورکړي.

د القدس ورځپاڼې لیکلي دي: «دا ادعا چې عربان نه یوازې له ستراتیژیکې ننگونې سره مخامخ دي، بلکې له یوه حیاتي گواښ سره لاس او گریوان دي، ښايي له مبالغې ډکه نه وي. له دې کبله چې تر یوې پیړۍ وروسته اوس د سیمې سیاسي نقشه د بدلیدو په حال کې ده.»

د سیمي سني هیوادونه اندیښنه لري چې د شیعه مذهبه ایران پیاوړي کیدل کیدای شي چې په سیمه کې د شیعه مسلمانانو نفوذ او په عراق کې د شیعه حکومت له پیاوړي کیدو سره مرسته وکړي.

د اخوان المسلمین له پاره احتمالي پایلې

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه تړون به د قطر او اخوان المسلمین پر اړیکو څه رنگه اغیزه وکړي. د دې امکان شته چې د هغوی اړیکې سړې شي او یا هم په بشپړه توگه قطعه شي. په سویس کې د خلیج له څیړنیز مرکز څخه کریستیان کوخ، وایي چې قطر به له اخوان المسلمین سره د خپلو اړیکو د شلولو په اړه اندیښنه و نه لري ځکه د هغه په خبره په دوحه کې له څو مودې راهیسې داسې یوه مفکوره شته چې له اخوان المسلمین سره اتحاده یوه ستراتیژیکه اشتباه وه.

تیر وختونه: د۲۰۱۲م کال د اگست په میاشت کې په قاهره کې د قطر امیر او د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي
تیر وختونه: د۲۰۱۲م کال د اگست په میاشت کې په قاهره کې د قطر امیر او د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسيانځور: picture-alliance/dpa
د سیمي سني هیوادونه اندیښنه لري چې د شیعه مذهبه ایران پیاوړي کیدل کیدای شي چې په سیمه کې د شیعه مسلمانانو نفوذ او په عراق کې د شیعه حکومت له پیاوړي کیدو سره مرسته وکړي.
د سیمي سني هیوادونه اندیښنه لري چې د شیعه مذهبه ایران پیاوړي کیدل کیدای شي چې په سیمه کې د شیعه مسلمانانو نفوذ او په عراق کې د شیعه حکومت له پیاوړي کیدو سره مرسته وکړي.انځور: Fars
د خلیجي هیوادونو له پاره د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې جنگیالیې یو خطر گڼل کیږي
د خلیجي هیوادونو له پاره د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې جنگیالیې یو خطر گڼل کیږيانځور: picture-alliance/AP Photo

له بلې خوا دا خبره هم روښانه نه ده چې د مصر او قطر نزدې کیدل به د اخوان المسلمین د هغو غړو له پاره څه معنی ولري چې اوس یې په قطر کې پناه اخیستې ده. د دغو کسانو له ډلې څخه یو شمیر یې په مصر کې په بند محکوم شوي دي او د دې امکان شته چې په یوه بل هیواد کې سیاسي پناه اخیستلو ته اړ شي.

د قطر الجزیرې شبکې پر رامنځ ته شوې تړون نیوکه کړې ده او هغه یې پر خپل ضد بللې ده. دغې رسنۍ خپلو هغو درو خبریالانو ته اشاره کړې ده چې اوس په مصر کې د لسو کلونو په بند محکوم دي. خو دا هم له امکانه لیرې نه ده چې د مصر او قطر نزدې والی له دغو درو خبریالانو سره هم مرسته وکړي.