1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوراکي موادو تر بين امللي کنفرانس وروسته مايوسي

۱۳۸۷ خرداد ۱۷, جمعه

افریقاییان مأیوسه دی او غیر دولتی سازمانونه هم ...

https://p.dw.com/p/EEvw
د روم په کنفرانس کښي د خوراکي موادواو نباتي سون دموادو پر سر مناقشه
د روم په کنفرانس کښي د خوراکي موادواو نباتي سون دموادو پر سر مناقشهانځور: dpa

هغوی د مثال په ډول د آلمان د پرمختییایی چارو د وزیری ویچورک څویل په پرتله بل نظر لری . دوی وايي ،چه هغه انتظار چي د روم د غونډي څخه کیدی ،هغه پوره نسو. دسینیګال جمهور رییس پر دې انتقاد کوی چی دغه غونډه دې سوال ته جواب ندی ورکړی ،چی نړی څنګه د لوږی او بیوزلی په مقابل کی مبارزه کولای سي . د ختیځی افریقا د کروندګرو رییس وویل چی : د خوراکی موادوهغه کړکیچ چی اوس وجود لری، باید چی بډای هیوادونه مجبور کي چی په پرمختییایی هیوادو کی د لږ مځکو دهقانانو سره اوږد مهاله مرستي وکي . ده زیاته کړه:

«زموږ سره په تولید کی مرسته وکړی . د کوچنيو بزګرانو په تولیداتو کی پانګه واچوی .»

غیر دولتی سازمانونه انتقادکوی چی پر همدغه موضوع باندی په دی غونډه کی بیخی خبري ندي سوي .يو آلمانی خیریه سازمان وایی چی دلته په پرمختيايی هیوادو کی د زراعت په برخه کي د اوږد مهاله وخت دپاره په ښکاره، واضح او د جرات څخه ډکي پریکړی نه دی سوي . د برازیل د کوچنيو کروندګرو د هڅو د ټولنی رييس هم نا راضه دی . دی وايي :

«موږ کوچنیو بزګرانو ته هیڅ شی نوی نه دی . دا ضروری وه، چی حکومتونه د کوچنیو بزګرانو دپاره پروګرامونه جوړ کړی وای . دا ضروری ده چی نړیوالی شرکتونه کنترول سی، چی زموږ څخه زموږ ځمکه اخلی ،او په نړی کی پر لوږی باندی فکر نه کوي.»

د دې کنفرانس د وروستۍ اعلامیی پر متن باندی تر آخری دقیقی پوری مناقشه وسوه. امریکا او کیوبا د دی موضوع پر سر مناقشه درلوده چی بايد په وروستۍ اعلامیه کی اقتصادی تعذیرات وغندل سی.واشینګتن چی د څو لسیزو را پدی خوا د کیوبا پر ضد اقتصادی تعذیرات لګولی دي، دا موضوع رده کړه .

تر ټولو دمخه د نباتي سون موادو موضوع د یوی سریع موافقی خنډ وګرځيدل . دوی وویل چی د خوراکی موادو کرنه، د نباتي سون دموادو د بوټو د کښت څخه ښکاره اولویت ولری . بر خلاف بيا، د امریکا متحده ایالات، اروپایی هیوادونه، او برازیل په دې نظر وه ،چي بوټی د سون د موادو په حيث ، ښه راتلونکې لری . د خوراکی موادو د نړیوال سازمان د طبیعی بوټو کارپوهه آسترید اګوستینی پده غونډه کی وویله چی.

«د بحثونو په مرکز کی د خوړو او سون دموادو تر منځ رقابت موجود ؤ. ټولو وویل چی د خوراکی موادو مصؤنیت ډیر اهمیت لری . کله چی د سون دموادو پر سر خبری کیږی، د هغه دپاره مځکه یوه ډیره انتقادی موضوع ده،بلې،خو طبعا د اوبو د ذخیری موضوع هم ډیره مهمه ده.»

په آخره کی ټولو موافقه وکړه چی دنباتي سون دموادو دپاره یوه کاری ډله جوړه سی ، تر څو د خوراکی موادو پر سر د سون د موادو اغیزه وڅیړی .