د خوست ولايت د باک ولسوال ووژل سو
۱۳۸۹ بهمن ۱۸, دوشنبهد خوست ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاقزي المان ږغ راډیو وويل، چي ولسوال سيد محمد په خپل شخصي موټر کي د دفتر خوا ته روان وو، چي تر بريد لاندي راغلی.
د هغه په خبره پېښه د باک ولسوالۍ د شبوخيلو په نوم سيمه کي را منځته سوې او سيد محمد تر سخت ټپي کيدو وروسته ساه ورکړې.
جنرال اسحاقزى زياتوي، چي تر اوسه يې د ولسوال د وژلو په تور څوګ نه دي نيولي. خو په وينا يې د بريد کونکو په نيولو پسي جدي هڅې رواني دي.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدران المان ږغ راډيوته وويل، چي سيد محمد د باک ولسوالۍ اجرايه رئيس وو، خو د ولسوال د نه شتون له امله د تېرو څو مياشتو راهيسې د باک ولسوالۍ د سرپرست ولسوال په توګه يې دنده ترسره کوله.
بله خوا وسله والو طالبانو هم دبريد مسؤليت په غاړه اخيستى. طالب وياند ذبيخ الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چي د خوست د باک ولسوال سيد محمد، د دوی ملګرو په يوه وسله وال کمين کي وژلى.
فريدالله ظاهر خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل