1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست پولیس له ښاره «ببرسري» ټولوي

فريدالله ظاهر (خوست، افغانستان)۱۳۹۲ تیر ۲۷, پنجشنبه

د خوست پولیس له ښاره هغه کسان ټولوي چې ویښتان یې اوږده پرې ایښي وي. د دغو کسانو ويښتان مرکز ته تر بیلو وروسته له يوه مخه خرېيل کيږي. پولیس وایي چې دا کار په ښار د نظم راوستلو له پاره ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/19A1U
Festnahme in Khost Afghanistan The picture shows a group of young people in Khost Province of Afghanistan detained by police for growing their hair long: The photos were taken by DW colleague Faridullah Zahir on 15. 07. 13. All rights belong to DW.
Festnahme in Khost Afghanistanانځور: DW/F. Zahir

د روژې په مياشت کي د خوست پوليسو په ښار کې یو لړ پراخ عملیات پيل کړي دي. دا ځل هغوی د دولت په مخالفینو، ځانمرګو برید کوونکو او یا هم غلو پسې نه ګرځي، بلکي د عملیاتو هدف يې د هغو ځوانانو نیول دی چې ویښتان یې اوږده کړي وي. پولیس دغه نیول شوي کسان زندان ته نه اچوي، خو خپلې قوماندانۍ ته یې بيايي او ویښتان يې له يوه مخه ور خریيي. یو بل دليل چې د خوست ولایت پولیس يو شمېر ځوانان نيسي په ویښتانو کې د ګلانو ټومبل دی.

خو د خوست ولایت پولیس وایي چې دغه کار يې د «امر بالمعروف و نهي عن المنکر» له فعالتیونو سره هیڅ تړاو نه لري
خو د خوست ولایت پولیس وایي چې دغه کار يې د «امر بالمعروف و نهي عن المنکر» له فعالتیونو سره هیڅ تړاو نه لريانځور: picture alliance/AP Photo

د خوست د متون ولسوالۍ اوسیدونکی نعمت، چې اوس یې سر «شین کټی» دی یوازې څو ورځې دمخه اوږده ویښتان لرل. هغه وایي چې د پولیسو دې کار ورته د طالبانو د واکمني ور په یاد کړې ده: «حکومت زما له ويښتانو سره څه کار لري [...] دا ډیر بد کار دى. زموږ په دې کار د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امر بالمعروف و نهې عن المنکر له ادارې څخه بد راتلل. اوس پوليسو هم دا کار پیل کړی دی.» نعمت وایي چې فکر کوي له دې سره به د خلکو او دولت تر منځ واټن لا زیات شي. هغه زیاتوي: «فکر نه کوم چې خلک دې دا وزغملا شي.»

طالبانو د خپلې واکنمۍ پر مهال د «امر بالمعروف و نهې عن المنکر» په نوم یوه اداره لرله چې د نورو تر څنګ یې دنده د هغو کسانو نیول او په ډیرو حالاتو کې وهل ول چې ږیرې یې لنډي او ویښتان به یې اوږده ول. دغي ادارې د ږیرو لنډول او د ویښتانو لویول یو غیر شرعي عمل ګڼه.

خو د خوست ولایت پولیس وایي چې د هغوی دغه کار د «امر بالمعروف و نهې عن المنکر» له فعالتیونو سره هیڅ تړاو نه لري. هغوی وايي دغه کار يې یوازې په خوست ښار کي د نظم راوستلو په موخه پيل کړی دی. د خوست د امنیتي قوماندان جنرال عبدالقيوم باقي زوى، ټینګار کوي چې هغوی دغه عملیات د خوست ولایت د نورو اوسیدونکو په غوښتنه پيل کړي دي: «د ببر سرو کسانو پر ضد زموږ عملیات د خلکو په غوښتنه پیل شوي دي. دوى [ببرسري کسان] به د ښار په واټونو کې ولاړ ول، ګلان به يې په غوږونو او پکولونو کې ټومبلي ول او نورو عادي ښاريانو ته به یې تشويش پيدا کاوه.»

خالد د خوست ولایت یو له هغو کسانو څخه دی چې په وینا يې له ښاره د «ببرسرو» کسانو په ورکیدو خوشحاله دی. هغه د خوست ښار په «سرګردان چوک» کې دوکان لري چې ډیر وخت پکې د خلکو ګڼه ګوڼه وي. خالد دویچه ویله ته وویل چې «ببرسرې» به یې د دوکان مخې ته راټولیدل چې بالاخره ده ته یو ډول تشویش پیدا شو: «هيڅ کار نه لري. د دوکان مخې ته يوې او بلې خوا ته کښته پورته کيږي. ډېر وخت په چوک کې د ساتيري له پاره ګرځي.»

د روژي په میاشتت کې پوليسو په يوه ورځ د خوست له ښاره ۸۳ داسې کسان راټول کړل، چې د سر ويښتان يې اوږده کړي ول. پولیسو دغه کسان خپل مرکز ته راوستل او بیا یې له یوې مخې د هغوی سرونه ور وخرېیل.

که څه هم طالبانو د خپلې واکمنې پر مهال اوږدو وریښتانو ته اجازه نه ورکوله خو د هغوی خپلو جنګیالیو ډیر وخت څڼې لرللې.
که څه هم طالبانو د خپلې واکمنې پر مهال اوږدو وریښتانو ته اجازه نه ورکوله خو د هغوی خپلو جنګیالیو ډیر وخت څڼې لرللې.انځور: picture alliance / Ton Koene

که له یوې خوا د خالد په خبره د پولیسو عملیاتو له خوست ښار څخه «بې روزګاره مزاحم ببرسري» راټول کړي دي، خو له بلې خوا بیا دغو عملیات هغو کسانو ته په ښار کې تګ راتګ ستونزمن کړی دی چې نه «ببرسري» دي او نه هم چا ته مزاحمت کوي، بلکې یوازې له شوقه یې ویښتان اوږده پرې ایښي دي.

د خوست ولايت د اسماعيل خيلو ولسوالۍ اوسيدونکی کريم شاه، چي پوهنتون يې هم لوستى او په يوه غېر دولتي موسسه کې کار کوي وايي چي د اوږدو ويښتانو د لرلو په خاطر په ښار کي ورته تګ راتګ سخت شوی دی. هغه اوس په ښار کې ډیر په احتیاط سره تګ راتګ کوي، ځکه ویریږي چې نه شي د پولیسو لاس ته ورشي او خپل ویښتان له لاسه ورکړي.

هغه وایي چې پولیس باید هر هغه څوک چې اوږده ویښتان لري د غلا او مزاحمت په شک و نه نیسي. دغه افغان ځوان ټینګار کوي چې پولیس باید د ځوانانو د ویښتانو د کمولو پر ځای خپلو «اصلي دندو» ته توجه وکړي: «پوليس دې لومړی خپل امنيت ټينګ کړي، له خلکو سره دې ښه چلند وکړي [...] اوس دوى خپله اصلي دنده پريښې ده.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب