1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست ځانمرگي بريد ۷۰ کسانو ته مرگ ژوبله واړوله

۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبه

د خوست ښار د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ ترمنځ پرغځيدلي سړک باندي دولتي بانک ته څېرمه يوه ځانمرګي بريد کوونکي د افغان او بهرنيو ځواکونو پر گډه پلي گزمه باندي بريد وکړ او٧٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

https://p.dw.com/p/16HvG
انځور: dapd

د پېښي يوه عيني شاهد پوليس حشمت الله دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چې ځانمرګى بريد کونکى پلى و او هغه وخت ئې ځان والوزاوه، چي د بهرنيو او افغان ځواکونو يوه پله ګزمه له سړک څخه تيريده.

د پېـښې يو بل عيني شاهد چې له نوم ښوولو ئې ډډه کوله وويل، چې په بريد کې د گڼو ملکي خلکو ترڅنگ ئې وليدل چې څو پوليس هم ژوبل شوي و او تر٧ تنو بهرني عسکر هم په وينو کې لت پت پراته ول.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو يوه وياند ويلي دي، چي په دغه پيښه کي د ناټو درې تنه سرتيري وژل سوي دي. هغه ويلي دي چي د دې پيښي په اړه نور معلومات نه لري.

د خوست ښار د بابري ګل او متون بابا په نوم د شخصي روغتونو ډاکټران وايي، چې دوى ته ٣١ ټپيان او ٧ جسدونه ور وړل شوي دي، چي څلور تنه پوليس او پاته ملکي کسان دي.

په وژل شويو څلورو پوليسو کي د خوست د پوليسو د چټک غبرګون قوماندان سمونوال مبارک شاه هم شامل دئ.

په ورته وخت د خوست د عامي روغتيا رئيس ډاکټر اميربادشاه رحمتزي دويچه ويله ته وويل، چې د خوست ولايتي ملکي روغتون ته٣٠ تنه ټپيان او ٣ جسدونه وروړل شوي دي، چې په ټپيانو کي دوه تنه پوليس او نور وژل شوي او ټپيان ټول ولسي وګړي دي.

د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دئ. د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي، چي بريد د دوى يوه ملګري د ځان وژونکي واسکټ په واسطه ترسره کړى دئ.

هغه ادعا کوي، چي په بريد کې ئې ٨ تنه بهرني سرتيري او د يوه قوماندان په ګډون ٦ تنه پوليس وژلي دي.

خو په افغانستان کي د ايساف ځواکونو يوه وياند د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي، چي د افغانستان په ختيځ کي د امریکا په مشرۍ د ايساف ځواکونو درې تنه سرتيري وژل سوي دي.

د فرانسې د خبري اژانس په حواله په دې سره په روان کال کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو شمېر ۳۴۷ تنو ته ورسېد.

تيره ورځ هم په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو يو سرتيری په دوست- دښمن بريد کي ووژل سو. په دغه پيښه کي يو ملکي او درې تنه افغان سرتيري هم ووژل سول.

په لومړي سر کي د پيښي په اړه معلومات نه ول. خو وروسته بيا وويل سول چي پيښه تر لفظي شخړي وروسته را منځته سوه.

فريدالله ظاهر/AFP/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم