1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست ژورناليستانو ته د ژوند د خونديتوب زده کړي ورکړل سوي

۱۳۸۹ آبان ۶, پنجشنبه

په کابل کي د خوست ولايت د نږدي٢٠ ژورناليستانو لپاره د جګړې په ميدان کي دځان ساتني په موخه تکتيکونه او لومړنۍ طبي زده کړي ورکړل سوي.

https://p.dw.com/p/PqsG
انځور: AP

دغه ورکشاپ چي درې ورځي يي دوام وکړ د (I M S) د نړيوالو رسنيو د ملاتړ ادارې په مالي مرسته او د نی په مطبوعاتي مرکز کي جوړ سوى و.

دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان په بيلابيلو سيمو کي دا وخت ژورناليستان په سختو امنيتي شرايطو کي دندي ترسره کوي، او پدغه سيمو کي دجګړي تکتيکونه هم ورځ تر بلي بدلون مومي.

په افغانستان کي د (I M S) ادارې مشر ډاکټر اباسين نسيمي وايي چي دوی درې کاله کيږي، چي په افغانستان کي يې فعاليت پيل کړى، او د اروپايي ټولني لخوا تمويلږي.

نوموړى وايي چي له دغه سيمنار څخه يي موخه د ژورناليستانو د ژوند خونديتوب دى.

د ورکشاپ ګډونوال د منني ترڅنګ وايي چي دغه ورکشاپ د ډيرو لپاره نوى وو او د ژورناليستانو د ژوند د خونديتوب په برخه کي ورته په زړه پوري معلومات ورکړل سول.

په خوست کي د مشال راډيو خبريال نقيب الله متونوال وايي چي پدي سره به اوس ژورناليستان وکړاى سي چي د جګړې پرمهال د بيلابيلو اړخونو رپوټونه په د قيق ډول خپاره کړي.

د ورکشاپ ګډونوال ژورناليستان زياتوي چي د لومړنيو طبي زده کړو په لاسته راوړلو به د امنيتي پيښو پر وخت د ژورناليستانو ترڅنګ د ملکي ټپيانو سره هم د لومړنيو طبي اړتياوو مرسته وکړه.

په افغانستان کي د (I M S) يا د نړيوالي رسنيو دملاتړ ادارې مشر ډاکټر اباسين نسيمي زياتوي چي دوی تر اوسه په ورته برخه کي ګڼ ورکشاپونه جوړ کړي

دا پداسي حال کي ده چي د تيرو څو کلونو راهيسي مطبوعاتو په افغانستان کي په پراخ ډول وده کړې، خو په جګړه کي ښکيلي غاړي د ژورناليستانو ژوند ته هيڅ پام نه کوي او لا هم د ژورناليستانو وژني او سخت ګواښونه دوام لري.

فريد الله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل