د خوشبختۍ حس د پياوړتيا له پاره وړانديزونه
د «خوشبختۍ حس» ناڅاپي احساس نه دئ، بلکي د «ښو» کړو وړو او افکارو نتيجه ده. که څه هم د خوشبختۍ له پاره کوم فرمول نه سته او حس کاملاً شخصي دئ، خو سړی کولای سي پر دې باندي فکر وکړي چي څه شی يې خوشبخته کولای سي.
د مارچ مياشتي ۲۰ د ملگرو ملتونو له خوا د «خوشبختۍ نړيواله ورځ» نومول سوې ده. هر انسان تلاښه کوي چي خوشبخته و اوسي. يوه گوله ډوډۍ، په سوله کي ژوند، شتمني او داسي نور شیان کولای سي انسان خوشبخته کړي.
د انسانانو ډېر حقوق په قوانينو کي راغلي، خو د خوشبختۍ حق د هر انسان په خپل لاس کي دئ. هر څوک د خپلي خوشبختۍ له پاره يو هدف لري او هغه ته رسېدل غواړي.
اوس په نړۍ کي د «خوشبختۍ حس» د ډاکټرانو د علمي تحقيقاتو موضوع گرځېدلې ده او دوی انسانانو ته د دغه حس د پياوړي کولو له پاره بېلابېلي لاري ښيي.
څېړني ښيي چي په آزاده هوا کي ۲۰ دقيقې قدم وهل په انسان کي د خوشبختۍ حس پياوړی کوي.
که څه هم د خوشبختۍ حس يو فردي حس دئ، خو بيا هم بنسټيزو کارونو ته اړتيا سته. که په يوه هيواد که هوا کرابه وي نو سړی څرنگه کولای سي چي قدم ووهي؟
ورزش يوازي د سالم صحت له پاره ښه نه، بلکي د روحی سلامتيا له پاره هم ډېر مرسته کوي. دوه کسيز يا ډله ييز ورزش د خوشبختۍ حس د پياوړي کولو سبب هم گرځي.
له خپلي کورنۍ سره ښه وخت تيرول هم سړی د خوشبختۍ احساس کوي.
څېړني ښيي چي که سړی په ورځ کي ۳۰ دقيقې له غالمغال او شورماشوره ليري سي او آرام وکړي دا پخپله د خوشبختۍ حس د پياوړي کولو سبب گرځي.
خندا نه يوازي د ټولنيز ژوند په ښه والي کي مهم رول لري، بلکي د خوشبختۍ يوه نښانه هم ده.
ټولنيز او د دوستی پيوندونه هم د خوشبختۍ حس د پياوړتيا سبب گرځي. آلمانيان وايي ښاد هغه څوک دئ چي ښاد دوستان ولري.
حتماً بايد څوک ښه آواز و نه لري، خو آواز کښل هغه که سړی يوازي هم وي د خوشبختۍ حس د پياوړتيا سبب گرځي.
له نورو سره مرسته کول هم د خوشبختۍ حس پياوړی کوي. څېړونو ښوولې ده چي له نورو سره مرسته په هغه چا کي چي مرسته کوي مثبت احساس توليدوي.
په پوره پيمانه خوب د دې سبب گرځي چي انسان بيا په ټوله ورځ کي له منفي احساساتو په امان وي.
مينه او «اړيکه» حتی په ډېرو سختو شرايطو کي د خوشبختۍ احساس د پياوړتيا سبب کيږي.
د ښو خاطرو را په يادول هم د خوشبختۍ حس پراخولای سي.
د هغو کسانو له پاره چي هيره ئې ډېر ده کېدای سي چي د خاطراتو يو کتابچه ولري چي بيا هغې ته مراجعه وکړي.
هره ورځ له حيواناتو او طبيعت سره نزديوالی هم د خوشبختۍ حس د پياوړتيا له پاره ډېره گټه لري.