1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خونړي بريد وروسته په امريکا کي د وسلو په اړه نوی بحث

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۴, شنبه

د امريکا په متحدو آيالاتو کې چارواکي اوس دې ته رسېدلي دي چې د سن برنادينو پېښه ترهګري وه، چې د هېواد له پاره به هرومرو پايلې ولري. نيو يارک ټايمز هم په دې هکله خپله رايه په ډاګه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1HHuO
انځور: Reuters/M. Anzuoni

د ۹۵ کلونو راهيسې په لومړي ځل د نيو يارک ټايمز معتبرې ورځپاڼې په خپله لومړۍ صفحه کې يوه سرمقاله راوستې ده. دغه مقاله « د وسلو ساري مرض» عنوان لري چې ليکونکي پکې خپل نوم هم نه دی راوستی. په هغه کې د امريکا په متحدو آيالاتو کې د وسلو د سخت کنترول غوښتنه په ټينګار سره شوې ده.

د سياستوالو بې معنی خبرې بايد د مقالې له مخې پای ته ورسيږي. نيو يارک ټايمز په وروستي ځل په ۱۹۲۰ کال کې ولسمشرۍ ته د ولاړ جمهوري غوښتونکي کانديد، وارن هاردينګ نوماندۍ ته ګوته نيولې وه. ورځپاڼې اوس ټينګار وکړ چې ځينې وسلې بايد شخصي افرادو ته ورنه کړل شي او په ورته وخت يې د سن برنادينو پېښه يې د پلټنو د جاري بهير د اوسني دريځ سربېره «تروريستي کړنه» وبلله.

د پلټنو تازه حال

آيا ورځپاڼه به وکولای شي چې د جمهوري غوښتونکي اپوزيسيون يا مخالف ګوند په منځ کې خلک فکر کولو ته وهڅوي، په داسې حال کې چې هغوی په وروستيو کلونو کې تل د وسلو له لوبي يا د وسلو پلوې سياسي ډلې څخه ملاتړ کړی دی؟ کېدای شي په کليفورنيا کې د پلټونکو ادارو د څېړنو او ګروېږنو وروستی لاس ته راغلی جاج به هم ورسره مرسته وکړي.

د امريکا د پلټنو فدارلي دفتر FBI د ټولنيزو مرستو پر مرکز باندې د دوو عاملينو له خوا شوی بريد ترهګر عمل بولي. په کليفورنيا کې د دغې ادارې مرستيال مشر، ډيويډ بوديچ دا خبره تائيد کړې ده. د «اسلامي دولت» په نوم ترهګرې مليشې يا نورو ترهګرو شبکو سره تر اوسه پورې کوم تړاو نه دی موندل شوی. د اوسنيو څېړنو پر بنسټ د امريکا د پلټنو فدرالي دفتر په دې نظر دی چې بريدکوونکې جوړه په کومې ترهګرې شبکې پورې اړه نه لري. خو امکان دا دی چې هغوی د جهادي ايډيالوژۍ او نړيوال تروريزم له پديدې څخه په الهام اخيستلو سره افراطي شوي وي.

بوديچ زياته کړه چې پېښه په دقت سره پلان شوې وه چې عاملينو يوه «دنده او موخه» ځان ته ټاکلې وه. هغوی په خپل کور کې د وسلو پراخه زېرمه لرله. پلټونکو هلته ۱۲ نلي بمونه او څه باندې ۴۵۰۰ مرمۍ د تهاجم د ټوپکو، تفنګچو او اوږدې شپېلۍ لرونکو وسلو لپاره وموندلې. بريدګوونکې جوړې کولای شول چې ډېر نور داسې ورته بريدونه تر سره کړي. په اول سر کې پلټنې پر مېړه باندې متمرکزې وې. خو مېرمن يې اصلي نقش ښايي لوبولی وي.

د رسنيو د راپورونو له مخې دغې ۲۷ کلنې ښځې له پاکستان څخه د فيسبوک له لارې د داعش مشر، ابو بکر البغدادي ته د وفا لوړه کړې ده. د سي ان ان د تلويزيون په حواله ۲۸ کلن پاکستاني الاصله امريکايي مېړه خپله ښځه په انترنېټ کې پېژندلې او تر واده کولو وروسته د هغې د لاسه افراطي شوی و. دغې جوړې د سن برنادينو ښار د معلولينو په يوه ټولنيز مرکز کې ډزې پيل کړې وې چې ۱۴ انسانان پکې وژل شوي ول. ۲۱ انسانان ژوبل هم شول چې يو څو تنه پکې سخت ټپيان دي.