1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوګانو والګی او د زياتې پاملرنې اړتيا

۱۳۸۸ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

سرکوزي يا خوگان هم په والگي اخته کېدی شي. هر دهقان په دې ښه پوهيږي. انسانان هم د سرکوزو د لاسه په مرض مبتلا کېدی شي چې دا کار هم کله کله کيږي.

https://p.dw.com/p/HfZ3
انځور: AP

نوې خبره دا ده چې د سرکوزو يا خنځيرو د ولگي ويروس له انسان څخه انسان ته انتقاليږي. دا خبره د اندېښنې وړ ده، ځکه چې دغه ويروس د سرکوزي او انسانانو او د مرغانو د ويروسونو وړتياوې لري. دا د دې لامل گرځي چې ځوان او تکړه انسانان ډېر سخت په همدغه ويروسي والگي اخته کيږي.

تقريبا زر انسانانو د انفلونزا د دغه ويروس د لاسه په احتمالي توگه خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. خو کارپوهان سل په سلو کې مطمين نه دي، ځکه چې په ډېرو لږو مواردو کې د ايچ يو ان يو ويروس تصديق شوی دی. ډېرې پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي. لکه د بېلگې په توگه دا چې: دغه ويروس څومره قوي دی. يعنې څومره ژر له يوهء انسان څخه بل انسان ته لېږدول کيږي. هغه، سړی همېشه ناروغوي يا دا چې هغه انسانان چې والگی يې تېر کړی دی، يو څه ترې ژغورل کيږي. کوم انسانان چې د والگي په وړاندې واکسين شوي دي هغه پرې هم اخته کېدی شي، که څنگه، په داسې حال کې چې د والگي واکسين د انسان ايچ يو ان يو ويروس هم په خپل معافيت کې رانغاړي. د خنځير د والگي د گواښ له امله د مړ کېدلو خطر څومره لوړ دی.

دا چې د دغه نوي ويروس په اړه معلومات لږ دي، نو د خطر د اندازې اټکل هم څه آسانه خبره نه ده. تر څو چې دغه پوښتنې بې ځوابه پاتې وي، تر هغې پورې بايد د روغتيا کارپوهان تر ټولو ناوړه اغېزې په نظر کې ونيسي. يعنې هغوی بايد داسې وانگېري چې د سرکوزي د والگي ويروس په ټوله دنيا کې پانديمي رامنځته کولی شي، يعنې دا چې ټول انسانان پرې اخته کېدی شي.

BdT Schweinegrippe
انځور: AP

د مکسيکو حکومت له ښهء مرغه ډېر ژر غبرگون وښود. ښوونځي، پوهنتونونه، نندارې او موزيمونه يې سمدلاسه وتړل. د مکسيکو ښار پر اوسېدونکو باندې يې غږ کړی دی چې د انسانانو د راغونډېدو مخنيوی وکي، او يو بل ته د لاس ورکولو او د هر کلي له مچو څخه تېر شي. په تېره بيا مکسيکو په ژنېف کې د روغتيا نړيوال سازمان ته ډېر ژر خبر ورکړی دی چې تل داسې نه وي.

که دا خبره را په ياده کو چې شپږ کاله پخوا په چين کې يو نوی ويروس موندل شوی و، يعنې د سارس ويروس، نو وينو چې د چين حکومت هر هغه څه وکړل تر څو دغه ستونزه پټه وساتي. په اونيو اونيو يې معلومات پټ ساتل. خو دغه مساله ډېر ژر هواره شوه. د سارس ويروس هومره زيات خطرناک ونه خوت. له هغه وخت راهيسې چې ځينې پيشو وزمه حيوانان د چينايانو لخوا نور نه خوړل کيږي، د ناروغتيا زياتې پېښې هم نه دي رامنځته شوې.

د سرکوزي يا خنځير د والگي په صورت کې ستونزه هسې آسانه نه شي هوارېدی. ډېره مهمه خبره خو دا ده چې مکسيکو ډېر ژر غبرگون ښکاره کړی دی. له دې امله ډېر قيمتي وخت وسپمول شو چې نور هېوادونه اوس د ويروس ممکن راتگ ته تياری نيولی شي. ځکه چې د والگي ويروسونه دغه وړتيا لري چې ډېر ژر خپريږي، په تېره بيا د نړيوالو اړيکو د زياتوالي په زمانه کې. د دې امکان لږ دی چې ويروس به يوازې په مکسيکو او د امريکې د متحده آيالتونو په جنوب محدود پاته کيږي او يوازې هلته خلک اخته کوي. بلکه اوس لا په نيو يارک کې مشکوکې پېښې راڅرگندې شوې دي. نوی زيلنډ، اسراييل، فرانسه او هسپانيه هم درواخله.

د وارخطا کېدو څه دليل نشته، خو د زياتې پاملرنې اړتيا ډېره ده. د امريکا د متحده آيالتونو او مکسيکو څخه راغلي کسان بايد د والگي نښو نښانو ته زياته توجه وکي او خپل ډاکتر ته مراجعه وکړي. نه دا چې د بې احتياطۍ او يا نه پاملرنې د لاسه نور خلک هم پرې مبتلا شي. او روغتونونه بايد په ټوله دنيا کې تر ټولو ناوړه حالت ته تياری ونيسي. د والگي د پانديمۍ يا نړيوال خپرېدنگ په صورت کې بايد ډېر ژر د ناروغانو درملنه وشي او هغه باید له نورو انسانانو څخه بېل يا قرنطين شي. تر څو د اپيدېمۍ يا ځايي خپرېدنې چټکتيا کمه شي. خو تر اسه پورې د دې خطر نشته چې د هسپانوي والگي پېښې به بيا تکراريږي چې له امله يې 90 کاله پخوا په مليونو انسانان مړهء شوي وو. خو موږ ټول بايد ځانونه ښه آماده کو.

تبصره: مارتين وينکل هايده
ژباړه: نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک