1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خپلواکۍ له پاره د عربي رسنيو مبارزه

۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبه

د سوريې په جنگونو کي تر اوسه پوري نزدې۳۰ تنه ژورناليستان وژل سوي دي. په مصر کي د دولتي ورځپاڼو رئيس تبديل سو. په تونس کي د مطبوعاتو په سياست کي سختوالی راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/15vKa
انځور: picture alliance/abaca

د خليج د عربي هيوادونو او ايران د تلويزيونونو ترمنځ سيالي ډېره سوې ده. دغه ټوله بدلونونه له عربي پسرلي راهيسي رامنځته سوي دي. ورځپاڼي، تلويزيونونه او انترنت ټوله يو وار بيا د دولت تر کنترول لاندي راغلي دي او يا ئې لږترلږه تر څارني لاندي نيولي دي.

د بې سرحده ژورناليستانو د اتحاديې يوه غړي سوزيک دوليت له دويچه ويله سره په يوه مرکه کي وويل:

«په عربي نړۍ کي رسنيو يو ډېر پېچلی حالت غوره کړی دئ. اکثره وخت په هغو کي ضد اونقيض تحولات راځي. د انقلاب په لومړيو کي په اکثرو دغو هيوادونو کي د رسنيو د آزادۍ په برخه کي ډېر مثبت گامونه واخيستل سول. خو تر لنډ وخت وروسته بيا هغه په ټپه ودرېدل او همداسي ئې ادامه پيدا کړه.

اوس څوک له دې څخه بيريږي چي هر څه به بيرته له لاسه ورکړي. ځکه نو اوس څوک اصلاً د مطبوعاتو له آزادۍ څخه خبري نه سي کولای.»

د انقلابونو په پيل کي مطبوعاتو يو ډېر لوی رول ولوباوه. تلويزيونونو، ورځپاڼو او انترنت وښودل چي دوی پر سياسي ودې باندي څونه اغېزه درلودای سي. تر ټولو د مخه دغو مطبوعاتو د مصر په پاڅون کي خپل قدرت ثابت کړ.

اوس نو دغو تجربو ته په کتو سره منځنی ختيځ هڅه کوي، چي لږ تر لږه ملي رسنۍ ترخپل کنترول لاندي راولي. په تونس کي د مطبوعاتو د ساتلو له پاره يو نوی قانون رامنځته سو.

سوزيک دوليت په مصر کي د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه هم اندېښنه څرگندوي. دا وايي چي که څه هم اوس حسني مبارک نور پر قدرت باندي نسته، خو بيا هم د ده د قدرت ځيني کسان موجود دي. د جمهور رئيس محمد مورسي له خوا د عامه رسنيو د رئيس تبديلېدل دا ثابتوي چي حکومت لږ تر لږه په غير مستقيم ډول رسنۍ تر خپل کنترول لاندي راولي.

همدارنگه دCBS News د منځني ختيځ پخوانی خبريال لاورينس پينتاک چي اوس د واشنگتن په پوهنتون کي د عربي رسنيو کارپوه دئ وايي، چي په مصر کي د مطبوعاتو آزادي محدوده سوې ده:

«دولتي رسنۍ يو وار بيا دې ته مجبوره سوي دي چي له دولت سره په يوه ږغ سي. که څه هم اوس يو بل دولت رامنځته سوی دئ. له بلي خوا د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کي که يو گام پر مخ تللي دي، خو بيا بيرته دوه گامه پرشاتگ سوی دئ.

که څه هم ځيني فعالي رسنۍ رامنځته سوي دي چي ډېر اغېزمن رول لري خو بيا هم دوی د دولت تر سخت فشارلاندي دي.»

د پيتاک په نظر په سعودي عربستان کي هم دغه فشار ډېر ليدل کيږي. خو بيا هم هلته ځيني بدلونونه راغلي دي:

«د سعودي پر رسنيو باندي حاکميت يو څه راکم سوی دئ. خو بيا هم په دې خبره ټوله پوهيږي چي اوس هم ځيني په اصطلاح سره خطونه موجود دي. ځيني رسنۍ ليبراله دي او ځيني بيا ډېره محدوده آزادي لري.»

فرانک/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل