1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خپلواکۍ په اړه ځوانان څه نظرونه لري؟

۱۳۸۹ مرداد ۲۸, پنجشنبه

ډيری ځوانان د خپلواکۍ د کلمې سره اشنا دي. ولي هغوﺉ يې يوازي په ظاهري معنی پوهيږي او ځيني خو يې په دقيقه توگه نه دي خبر چي د خپلواکۍ يې څو کاله تيريږي.

https://p.dw.com/p/OrEa
د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هيواد د سرښندوکو سرښندني را ښايي چي هلته د ملي يو والي پيوند ډير پياوړی و
د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هيواد د سرښندوکو سرښندني را ښايي چي هلته د ملي يو والي پيوند ډير پياوړی وانځور: DW / Wahidy

د کابل د طبي علومو د پوهنځی د لومړۍ ټولګۍ زدکړياله خالده وايي، چي هيواد يي يو ځل خپلواکي نه بلکي څو ځله خپلواکي اخيستې.

ليکن هغه په دقيقه توګه نه پوهيږي چي د نن د خپلواکلۍ څومه کليزه ده.

«موږ يو ځل نه بلکي څو واري مو خپلواکي اخيستي، يو وار له انګليسانو، بيا له روسانو او بيا له طالبانو، زمونږ هيواد په ۱۹۱۹ کال کي خپلواکۍ واخيسته او زمونږ په خپلواکۍ ۴۶ کاله تيريږي».

ويل کيږي چي افغان ځوانانو له نن څخه يو نوي کاله مخکي د ملي خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره ډيري جګړي وزغلمې.

د کابل ښار يوه بله پېغله فرشته بيا وايي چي، هر هغه هيواد چي خپلواکي لري هغه پرمختګ ته لار مومي.

«د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هيواد د سرښندوکو سرښندني را ښايي چي هلته د ملي يو والي پيوند دومره پياوړی او ټينګ ووچي هيڅ لمسونکي يې د دي توان نه درلود چي د هيواد د ميړنيو په ليکو کي خپلي شومي دسيسي خپرې کړي».

د کابل د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی زدکړيال خان غلجي بيا وايي چي اوس موږ استقلال نه لرو.

«استقلال به هغه واخت وای چي زموږ په هيواد کي خارجيان نه وای، دلته اوس د څلويښتو هيوادونو عسکر راغلي. تر دي خو هغه وخت ښه وو چي يو انګريزان دلته ول. اوس موږ پر خپل سرنوشت نه يو حاکم، زموږ د حکومت حکمونه له بريټانيې او امريکې راځي دي ته استقلال نه شو ولای او اوس استقلال نه لرو».

د يادولو وړ ده چي د زمري اته ويشتمه به هر کال د خاصو جشنونو او پوځي پريډونو په ترځ کي لمانځل کيده خو له تيرو دوو کلونو راهيسي ددغو جشنونو څرک نه لګيږي.

يوازي په مختصرو غونډو کي يې يادونه کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل