1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داخلي عملیاتو له پاره د آلمان د پوځ تياری

۱۳۹۵ مرداد ۱۱, دوشنبه

د یوې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ په آلمان کې تر جنوني وژني او وروستیو بریدونو وروسته مرکزي حکومت دقیق پلانونه جوړ کړي دي. آیا له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د آلمان دننه به هم له پوځ څخه کار واخیستل شي؟

https://p.dw.com/p/1JZT6
انځور: picture-alliance/dpa/J. Wolf

د بلډ په نوم آلمانۍ ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د دفاع وزیره ارزولا فون دیر لاین، به په راتلونکي اونۍ کې تصمیم ونیسې چې د دغه هیواد پوځ به څرنگه او د کومو بریدونو په صورت کې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې په هیواد کې دننه ماموریت ترسره کوي.

د آلمان د دفاع وزیري د بلډ ورځپاڼې ته وویل چې د دوبي په وروستیو کې د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به پریکړه وشي چې پوځ باید د کومو سناریوگانو د ماموریت له پاره تمرین وکړي.

د فون دیر لاین په خبره په لومړي سر کې به یو کماندویې تمرین ترسره شي چې له مخې به د مرکز او مختلفو ایالتونو د پولیسو مسئولینو تر منځ گډ کار او همکارۍ و ارزول شي.

تر اوسه پورې د آلمان دریو ایالتونو په دې برخه کې خپله دلچسپي ښودلې ده. د دفاع وزیرې په خبره په دې برخه کې نه یوازې لوجستکي، بلکې پوځي ملاتړ هم په پام کې نیول شوی دی.

له پولیسو سره تمرین

د جولای میاشتې په نيمايي کي د آلمان مرکزي حکومت یوه نوې ستراتیژې جوړه کړه. خو د آلمان سوسیال دیمورات گوند (SPD) او اپوزیسیون تر اوسه پوري په آلمان کې دننه د پوځ ماموریت رد کړی دی او د دې کار مخالفت کوي.

د نوي ستراتیژۍ(سپین کتاب) له مخې پوځ په هیواد کې دننه نه یوازې د طبیعي افاتو، بلکې د سختو بریدونو په صورت کې هم باید ماموریت ترسره کړي. په دقیق ډول کله چې د یوې ترورستي پیښې په هکله شواهد موجود وي.

په راتلونکي کې به په داسې شرایطو کې پوځ له پولیسو سره د یوه ناورین په صورت گډ کار کوي چې دا تر اوسه پورې په آلمان کې ناممکنه وه.

په نورو هیوادونو لکه فرانسه کې په ځانگړي توگه د نوامبر په میاشت کې د پاریس تر برید وروسته پوځ په هیواد کې دننه ماموریت ترسره کاوه، په داسې حال کې چې په آلمان کې بیا د پوځ قدرت ډیر محدود دی ـ لږ تر لږه د تاریخي دلایلو له امله نه.