1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داخلي مهاجرينو شمير ورځ په ورځ زياتېږی

۱۳۸۸ خرداد ۲۰, چهارشنبه

سوات، بونير،دير، ملا کنډ او نورو سيمو څخه د کډ والو شمير سوونو زرو ته رسيدلی. د سر چينو د معلوماتو له مخى يواځى د سوات څخه بى کوره شوى وګړو شمير يو ميلون اټکل کيږى.

https://p.dw.com/p/I6rP
انځور: AP

په پيښور کښى د ملګرو ملتونو د کډ والو د کمشنرى UNHCR استازى عروج سيفى د معلوماتو له مخى په دى تيرو شو و ١٥ کالو کښى ده د نړى تر ټولو ناوړه پيښه ګڼلى کيږى، چى دومره ستر کچ وګړى بى کوره شوی دي.

که څه هم دا کډ وال په مردان صوابى نوښار او پيښور کښى په کمپونو کښى ځا ے‌‌ په ځاے کيږى، خو بيا هم ډيره کئ يې د خپلو خپلوانو سره ديره شوى دى او ځينى د هيواد نورو سيمو پلو ته خواره شوى دى. نو ښکاره خبره ده چى د سيمى د دود سره سم به خلک څه کوى کلو په کلو د کډ والو ځايو لو او دوئى ته خواراکى موادو رسولوچارى روانى دى. د مرستو او ملا تړ داسى يوه لړى ده چى ځان ته يو ځانګړى موضوع ده خو د ميلونو خلکو ځايول نا ممکنه کار دى. ټول هيواد کښى وګړى د مرستو لپاره چمتو شو ى دى او نړيواله ټولنواو هيوادنو هم د مرستو څرګندونى پيل کړى دى او ملګرو ملتنو له خوا هم په مرستو پيل شوى دى.

نن مطبوعاتو د سيمى لپاره د المان د خصوصى استازى Bernd Muetzel burg له خوا د ٦٠٠٠٠٠ يورو د مرستى خبر هم خپور کړى دى د کډ والو د ځايولو په اړوند، که يو خوا د مرکزى او صوبايئ حکومتونو له پلوه څرګندونى کيږى، نو ورسره سم د نيوکواو پيغورونو لړى هم پيل شوى ده. ښکاره خبره ده چى کډ وال په سياسى کړيو کښى ويلى کيږى، چى دا خبره خو څرګنده وه چى پوځى عمليات به کيږى نو د وړاندى نه د کډ والولپاره تيارى ولى ندى شوى. د بلى خوا د شخړى سيمه کښى يا تر وسه اصطرارى حالت دى که څه هم پوځى وياند جنرال اطهر عباس د طالبانو تر ټولو مهم مرکز پيئو چار د نيولو دعوا کوى او لږتر لږه ٧٥١ ورانکارو د وژنى او نورو بريا ليتو بونو د لړ څرګندونى کوئ. خو د سيمى څخه د بى کوره شو ى وګړو د راويستلو په نښتون کښى ډير څه نه ويلى کيږى.

خو دا خبره څه پټه نه ده چى د کډ والو د شمير د ختلو سره به سم به د دوئ ربړى هم پراخيږى چى دا تش په خبرو نه حل کيږي.

سيد شاه جهان

کتونکی: يحيی وردک