1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د پاکستان - افغانستان پولې باندې بريد کړی

۱۳۹۴ شهریور ۲۲, یکشنبه

رپوټ: پاکستاني جنګياليو، چې «اسلامي دولت» ډلې يا داعش ته يې د وفادارۍ لوړه کړې ده، د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې د افغانستان پولې په اوږدو کې يې پر يوې پوستې باندې يرغل کړی دی.

https://p.dw.com/p/1GVo6
ویل کیږي چې د افغانستان په ختیځ ولایت ننگرهار کې داعش فعالیت لري (ارشیف)
ویل کیږي چې د افغانستان په ختیځ ولایت ننگرهار کې داعش فعالیت لري (ارشیف)انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په دغې ډلې پورې مربوط يوه اورپکي د رويترز خبري اژانس ته د تليفون پر ليکه ويلي دي چې حمله د باجوړ په ډمه ډولا سيمه کې د شنبې په ورځ تر سره شوه. هغه دا هم ويلي چې «پوسته ويجاړه شوې او اور ورته شوی دی.»

په دغه سيمه کې د پاکستان پوځ د ۲۰۰۷ م کال راهيسې د اورپکو د يو پاڅون په وړاندې عمليات تر سره کوي. پاکستاني امنيتي چارواکو تائيد کړې ده چې پر يوې پوستې بريد شوی، خو ويلي يې دي چې په دې پېښه کې څه تلفات نشته.

د پاکستان حکومت وايي چې اسلامي دولت يا داعش ډله، چې په ۲۰۱۳ م کال کې په سوريه او عراق کې رامنځ ته شوې ده، په پاکستان کې د باور وړ حضور نه لري.

په افغانستان او پاکستان کې ځینو طالب جنگیالیو داعش ته د وفاداری خبره کوی
په افغانستان او پاکستان کې ځینو طالب جنگیالیو داعش ته د وفاداری خبره کویانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

ځينو پخوانیو طالبانو البغدادي ته بيعت کړی دی

خو د اورپکو وړو ډلو او د پاکستاني طالبانو يوې وړې برخې تېر کال داعش او د هغوی مشر، ابو بکر البغدادي ته بيعت کړی دی. تر دې دمه نه اسلامي دولت په رسمي ډول بيعت منلی او نه د داعش مشرتابه په پاکستان کې د هيڅ کوم بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

د يکشنبې په ورځ، لږ تر لږه ۱۲ اورپکي ووژل شول کله چې جنګي الوتکو د پاکستان په شمال لويديځ کې د شوال په سيمه کې بمونه وغورځول. دغه په ځنګلونو پوښل شوې سيمه د طالبانو يو کليدي سنګر دی او افغانستان ته د قاچاق اصلي لاره ده. د طالبانو جنګياليو دا هم ويلي دي چې د يکشنبې په سهار د بې پيلوټه ډرون الوتکو په يو بريد کې څلور افغاني طالبان وژلي شوي ول.