1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش د اطلاعاتو ارشيف ته د امریکا پوځ لاس رسی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د امريکا پوځ ته د «اسلامي دولت» ډلي په اړه مهم معلومات په لاس ورغلي دي. د سوريې په ختځ کي د امريکا د پوځ ځانگړي ځواک ته د عملياتو پرمهال داسي اسناد په لاس ورغلي دي چي د دغي ډلي د قوماندې او مالي جوړښتونه روښانه کوي.

https://p.dw.com/p/1Fdtf
انځور: NDR

د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د راپور له مخي د سوريې په ختيځ کي د امریکا د ځانگړي ځواک د تجسسي عملياتو پرمهال د «اسلامي دولت» ډلي په اړه داسي اسناد په لاس ورغلي دي چي د دغي ډلي د قوماندې د جوړښت په اړه جزئيات په ډاگه کوي.

دغي ورځپاڼي د امريکا په حکومت کي د خپلو خبري سرچينو په حواله ليکلي دي چي په دغو عملياتو کي څو لپ تاپونه او گرځنده تليفونونه کشف سوي دي.

د امريکا ځانگړي ځواک ته دغه په لاس ورغلي اطلاعات چي اوس د څېړونکي په اختيار کي ورکړل سوي دي، حجم ئې له څلورو څخه تر ۷ تيراباتو پوري ښوول سوی دئ. هر تيرابات نزدې ۱۰۰۰ گيگا بايته کيږي.

د دغو اطلاعاتو ارزوني، څېړونکو ته د «اسلامي دولت» ډلي د مالي او امنيتي اقداماتو د جوړښت په اړه معلومات په اختيار کي ورکړي دي. تر دې وروسته امريکا متحدو ايالاتو د دغو اطلاعاتو په مرسته د خپلو هوايي عملياتو موخي ځانگړي کړي دي.

تر اوسه لا روښانه نه ده چي آيا د دغو اطلاعاتو له مخي به د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د مشر ابوبکر البغدادي د اوسېدو ځای معلوم سي که نه.

دغه عمليات چي د دغو اسنادو د کشف سبب سوي دي، د سوريې په ختيځ کي تر سره سوي دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي د امريکا پوځ د ځانگړي ځواک په دغو عملياتو کي د «اسلامي دولت» ډلي يو لوی چارواکی او مالي مدير ابوسياف وژل سوی دئ.