1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش د پوخ سنگر نیولو عملیات پېل شوي

۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د سوریې د رقه ښار د نیولو له پاره برخلیک ټاکونکي پوځي عملیات پېل شوي. دغه ښار د داعش اصلي مرکز گڼل کیږي. د یاغیانو یوه اتحاد چې امریکا متحد ایالات يې ملاتړ کوي، ویلي دي چې د څو اړخونو له لوري پر ښار حمله کوي.

https://p.dw.com/p/2eBDp
Syrien Rakka Offensive
انځور: Reuters/R.Said

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (اس ډي اف) چې امريکا متحد ایالات يې ملاتړ کوي، ویلي دي چې د سوریې په شمال کې د رقه ښار د نیولو له پاره یې عملیات پیل کړي دي.

دغه ښار د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» یا داعش اصلي مرکز گڼل کیږي. د یاغیانو دغه سوریایي ـ کردي اتحاد ویلي دي چې دوی لا د دوشنبې په ورځ عملیات پېل کړي دي. د هغوی په خبره پر ښار باندې له درو اړخونو برید کیږي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د ښار په شمال او ختیځ کې د جگړو رپوټونه ورکړي دي.

د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخې د دوشنبې په ورځ په رقه کې د یوه هوایي برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۱ ملکي کسان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې ښایي د متحدو ایالاتو په مشرتوب د نړیوال پوځي ائتلاف جنگي جېټ الوتکو دغه بريد کړی وي.

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا ملکي کسان هغه وخت له برید څخه اغیزمن شول چې هڅه یې کوله د فرات د سیند له لارې له دغه ښار څخه وتښتي. زیاته شوې ده چې پر نورو سربیره کښتۍ هم بمبار شوي دي. دغه سازمان چې په لندن کې مقر لري خپل معلومات د ځایي فعالانو د شبکې پر مټ راټولوي.

په موصل کې تر۱۶۰زیات د ملکیانو جسدونه

د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې د سوريې د کردي ځواکونو له لوري د رقه ښار د نیولو د عملیاتو له پېلیدو راهیسې هغوی دغه ستر ښار ته وار په وار ورنزدې کیږي. د موصل ښار تر څنگ رقه ښار هم زیات مهم گڼل کیږي چې لا د داعش په لاس کې دی.

د عراق موصل ښار عراقي ځواکونو کابو په بشپړه توگه نیولی دی او یوازې د ښار په لویدیځه څنډه کې د داعش جگړه مار مقاومت کوي.

په موصل ښار کې چې د نیولو له پاره یې جگړه روانه ده، د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې څو ورځې تر مخه داعش ۱۶۳ ملکيان کسان وژلي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسارۍ مشر زید رعد حسین، په ژنیف کې ویلي دي چې د ښځو، نارینه وو او ماشومانو جسدونه تر دوشنبې ورځې پورې د موصل د لویدیځې څنډې په یوه ناحیه کې پراته ول. زیاته شوې ده چې د داعش جنگيالي هڅه کوي چې له دغه ښار څخه د عراق نورو برخو ته د خلکو د تیښتې مخه ونیسي.