1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له خوا پر نجونو سيستماتيک تيری

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۷, پنجشنبه

«هر سهار پر ۹ بجې سړي راتلل، نجوني ئې له سالونه ايستلې، هغوی ته ئې بدلمني ور اړوله او بيرته ئې راوستلې او نوري به ئې بېولې.» دا خبري هغي نجلۍ کړي چي له دغي ترهگري ډلي تښتېدلې ده.

https://p.dw.com/p/1F9Ci
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Bennett

هغي ايزدۍ نجوني چي د اسلامي دولت ډلي له منگولو تښتېدلې دي، د هغو ښځو او نجونو د هولناک سرنويشت په اړه خبري کړي دي چي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره بندياني دي.

د اسلامي دولت ډلي له پاره ښځي او نجونو تر ټولو ښه «جنگي غنايم» بلل کيږي.

دغه ډله چي د خپلو عملياتو پر مهال ښځي او نجوني نيسي خرڅوي يې يا ئې خپلي مينځي کړي. د دغي ډلي له پاره پر هغو ښځو او نجونو باندي تيری، چي د دوی پلوياني نه وي مجاز دی.

يوه ۱۲ کلنه نجلۍ چي جليله ياده سوې او څو مياشتي له اسلامي دولت ډلي سره بندۍ وه او وروسته په تېښته بريالۍ سوې ده، د بشري حقونو د څار سازمان ته ئې ويلي دي: «دوی موږ اول بدني وکتلو. موږ ته ئې وويل چي مخ ته ئې ودريږو او خپل ورېښتان ور وښيو، که به نجونو سرغړونه کوله په سوټي به ئې وهلې.»

د بشري حقونو د څار سازمان د هغو ښځو او نجونو له شلو تنو سره مرکې کړي دي چي د ترهگري ډلي اسلامي دولت له منگولو په تېښته بريالۍ سوي دي. د دغو نجونو د کيسو په اورېدو سره د سړي د بدن ورېښتان شخ شخ دريږي.

جليلې ويلي دي: «ما هغه سړي ته وويل چي غواړم خپلي مور او پلار ته ولاړه سم. ته زما څخه څه غواړې؟ دغه پوښتنه کافي وه چي درې ورځي پر ما باندي تيری وکړي.»

داسي اټکل کيږي چي دغي ترهگري ډلي دي په زرونو نجوني او ښځي تښتولي وي. د اسلامي دولت ډلي په خپله هم ويلي دي چي په زرونو ښځي او نجوني ئې نيولي دي او له هغوی څخه د مينځو په شان کار اخلي. ملگرو ملتونو دغه جنايتونه د نسل وژني په سطح طبقه بندي کړي دي.

له دغو ښځو څخه ډيري ئې تښتېدلي دي او يا اسلامي دولت ډلي هغوی د پيسو په بدل کي آزادي کړي دي. دغه ډله د ايزيدانو نارينه وژني او ښځي او نجوني ئې بيايي.

د نجونو خرڅلاو

يو شمېر نجوني سوريې ته بېول سوي دي او هلته پر اسلامي دولت ډلي خرڅي سوي دي. ۲۰ کلنه دلارا يوه له دغو نجونو څخه ده. دا له ۶۰ نورو نجونو سره يو ځای سوريې ته بيول سوې وه او هلته په داسي سالون کي ساتل کېدلې چي د ودونو له پاره جوړ سوی وو.

هغې ويلي دي: «هر سهار پر ۹ بجې سړي راتلل، نجوني ئې له سالونه ايستلې، هغوی ته ئې بدلمني ور اړوله او بيرته ئې راوستلې او نوري به ئې بېولې.»

له دغو ۲۰ تنو ښځو او نجونو څخه چي د بشري حقونو د څار سازمان پوښتني کړي دي ټولو ويلي دي چي په زوره واده سوي وې. دوی ويلي دي چي ځيني نجوني تر ۲ زرو ډالرو پوري خرڅي سوي او ځيني بيا جنگياليو ته «هديه» سوي دي.

دوو خويندو سارا ۲۱ کلنه او رعنا ۲۵ کلني ويلي دي چي په دې نه دي توانېدلي چي خپله ۱۶ کلنه خور پر يوه عرب باندي له خرڅلاوه راوگرځوي. دوی ويلي دي چي پر خور باندي ئې تر خرڅلاو دمخه څلورو کسانو جنسي تيری وکړ. دوی نور د خپلي خور له حاله خبري نه دي.

دغو دواړو خويندو ويلي دي چي پر دوی باندي يوه روسي او د اسلامي دولت ډلي يوه غړي چي د قزاقستان وو په وارو وارو تيری کړی دئ.

د بشري حقونو فعالانو د دغو ښځو او نجونو سرنويشت ته په کتو سره ويلي دي چي دا «سيستماتيک تيري» او «جنسي زورزياتي» دي.

هغه ښځي او نجوني چي د اسلامي دولت ډلي له منگولو تښتېدلي دي اوس په يو شان رواني ناروغيو اخته دي او غيري دولتي سازمانونه اوس د هغوی د درملني تلاښونه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب