1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش مشر بغدادي له «ځانمرگي سدرۍ» سره بيديږي

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

د داعش د مشرانو او غړو نیول يو سخت ماموريت بلل کيږي. د هغوی ډېری تر ژوندي نيول کېدو مرگ ته ترجيح ورکوي، لکه د دوی مشر بغدادي چي وايي له ځانمرگي سدرۍ سره بيديږي.

https://p.dw.com/p/2Vd37
Abu Bakr Al Bagdadi Videostill 05.07.2014
انځور: picture alliance/AP Photo

د جرمني «n-tv» تلويزيوني شبکه د کردي خبري آژانس «روداو» په حواله راپور کي ويلي دي چي د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» (داعش) مشر ابوبکر بغدادي له دې بيري چي د عراق د پوځ يا د داعش پر ضد ائتلافي ځواکونو په دام کي ښکېل نه سي د شپې له خوا له ځانمرگي سدرۍ سره بيديږي.

د «روداو» خبري آژانس د راپور له مخي په عراق کي د داعش پر ضد ائتلافي ځواکونو وياند جان دوريان، په اربيل ښار کي په يوه خبري غونډه کي ويلي دي: «تر اوسه پوري زموږ تجريبه ښيي چي د داعش غړي تلاښ کوي ژوندي ونه نيول سي.»

هغه زياته کړې ده: «بېلابېلي اطلاعاتي سرچينې او نوري آزادي منابع چي نه سوکولای هغه سل په سلو کي تائيد کړو، وايي چي ابوبکر بغدادي د شپې له خوا له ځانمرگي سدرۍ سره بيديږي. ځکه نو موږ په ډاډ سره نه سو ويلای چي آيا موږ به د هغه د ژوندي نيولو امکان ولرو.»

د ۲۵ ميليونو ډالرو انعام

ابوبکر بغدادي يو له هغو تروريستانو څخه دی چي په نړۍ کي سخت لټون ورپسې روان دئ. د تيرکال په دسمبر مياشت کي امريکا متحدو ايالاتو د بغدادي د موندلو پر سر د لسو ميليونو ډالرو ټاکل سوی انعام ۲۵ ميليونو ته لوړ کړ.

د امريکا د دفاع وزارت وياند پير کوک نژدې  دوې اوونۍ مخکي (د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر ۳۱مه) له سي ان ان خبري شبکې سره په خبرو کي وويل: «موږ باور لرو چي بغدادي ژوندی او د داعش مشرتوب کوي.»

د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي بغدادي خپل ځان ته د سلاکارانو او اعتمادي کسانو په موندلو کي ستونزي لري، ځکه د هغه ډېر اعتمادي کسان وژل سوي دي.

د پنتاگون د وياند د څرگندونو له مخي د امريکا په مشرتوب ائتلاف ډېر وخت دې ته ځانگړی دئ چي بغدادي ونيسي او په خپله سزا ورسيږي.