1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش يوه آلمانۍ جنگيالۍ غواړي له جگړې ووزي

۱۳۹۶ مرداد ۲, دوشنبه

په عراق کې تر نیول کیدو وروسته، د لیندا په نوم د داعش دغي جنگيالۍ په خپله لومړۍ مرکه کې ويلي چې غواړي بیرته خپل کور ته ستنه او له پلټونکو سره مرسته وکړي. دغه آلمانۍ نجلۍ اوس په یوه پوځي روغتون کې بستر ده.

https://p.dw.com/p/2h3kK
Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د آلمان له دریسدن ښار څخه د ليندا په نوم دغه ۱۶ کلنه نجلۍ له خپله کوره وتلې او له داعش ډلي سره د يوځای کېدو له پاره عراق ته تللې وه. هغې په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه پر خپل کار پیښماني ښوولې ده.

د زود دویچه څایتونګ په نوم آلمانۍ ورځپاڼۍ یوه خبریال له یوه عراقي خبریال سره په ګډه دغه مرکه کړې ده چې بیا وروسته د آلمان په NDR او WDRپه نامه رسنیو له خوا خپره شوه. دغه مرکه د عراق د پلازمېني بغداد د یوه نامعلوم ځای په یوه پوځي روغتون کې شوې ده. لیندا ویلي دي چې «غواړم کور ته ولاړه شم او غواړم له جګړې، ډیرو وسلو او له لوړو غږونو ووزم.»

هغه مهال چې دغه نجلۍ له خپله کوره وتلې وه، ۱۵کلنه وه. هغې په مرکه کې همدا راز وویل چې ترکیې ته رسیدو يې یوه میاشت وخت ونیو او بیا له هغه ځایه سوریې او عراق ته ولاړه، څو د داعش ډلې له یوه جنګیالي سره واده وکړي.

هغې همدا راز ویلي دي چې نه يې غوښتل موصل ته ولاړه شي خو هغه هلته ولیږدول شوه او میړه یې هم د هغې تر رسیدو وروسته په لنډ وخت کي ووژل شو. ليندا زیاته کړې چې هغې د تیګریس په نامه یوه سیند ته څیرمه په یوه کور کې ژوند کاوه او زیاتوي چې کله چې زه د عراقي ځواکونو لاس ته ورغلم، هغوی داسې فکر وکړ چې زه ایزيدۍ یم. داعش جنګیالي ایزیدي میرمنې له ځانه سره بیايي او بیا یې د غلامانو په څیر له ځانه سره ساتي. هغې وويل چې زه وارخطا شوم او بیا مي دوی ته وویل چې زه «آلمانۍ يمه.»

غواړم مرسته وکړم

د مرکې تر وخته پوري له لیندا څخه هیڅ راز پوښتني گروېږني نه دي شوي، خو هغې خبریالانو ته وویل چې غواړي له پلټونکو سره مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په عراق کې تر نیول کیدو وروسته، یوه عراقي څارنوال تر هرڅه مخکې د هغې د درملنې امر کړی دی.

لیندا په داسې حال کې چې په کيڼ ورانه کې ټپي او راسته ګونډه یې ژوبله ده، وویل چې اوس ښه ده. هغې د ټپونو په هکله وویل چې دغه څه «د هلیکوپتر د برید له امله رامنځته شول.»

دغه لنډه مرکه د یوه سرتیري، یوه امریکايي روغتیاپال او د پلټونکو یوه کارکوونکي په شتون کې ترسره شوه. ویل کیږي چې دغه نجلۍ تر نیول کیدو سمدلاسه وروسته یوه عمومي روغتون ته انتقال شوې وه، خو چارواکو وویل چې هغوی په دې روغتون کې د هغې د خوندیتوب تضمین ځکه نه شي کولای چې په دې ځای کې د داعش نور قربانیان هم تر درملنې لاندي دي.

د هغې په ژوندي پاتېدو کورنۍ خوشاله ده

د لیندا خور میریم له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دوی یوازې دې ته خوشاله دي چې «هغه [خور یې] ژوندی ده». د لیندا خوا ته په دې روغتون کې د فاطمې په نامه یوه بله آلمانۍ نجلي چې د داعش ډلې د یوه جنګیالي میرمن ده، هغه هم بستر ده. ویل کیږي چې فاطمه په ۱۵کلنۍ کې له چیچنیا څخه اتریش ته تللې او بیا یې هلته له یوه آلماني سره واده کړی. هغه هم له کورنۍ او دوو ماشومانو سره یوځای موصل ته تللې وه او له داعش سره یوځای شوې وه. هغې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې څو میاشتې مخکې د ائتلافي ځواکونو په یوه هوايي برید کې يې مېړه مړ شو او ماشومان یې هم ورک شول.

د شنبې په ورځ د آلمان يوه څارنوال لورینز هازې تایید کړه چې لیندا په عراق کې موندل شوې او په بغداد کې د آلمان قونسلګري له هغې سره مرسته کوي. هغه ویلي دي چې امکان لري چې لیندا په عراق کې محاکمه شي او دا امکان هم لري چې د بهرني وګړي په توګه له عراق څخه اخراج شي. که هغه په عراق کې د ترهګریزو کړنو په تور محاکمه شي او جرم یې ثابت شي، ښايی د اعدام سزا ورکړل شي.

زموږ له ارشيف څخه: