1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د البغدادي د وژل کیدو په اړه تازه رپوټونه

۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د بشري حقونو د څار سوریايي ډلې د سه شنبې په ورځ د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې دوی د داعش ډلې د رهبر، ابوبکر البغدادي د مرګ په هکله تائید شوي معلومات تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/2gMEz
Irak | video still des mutmaßlichen IS-Führer Abu Bakr al-Baghdadi
انځور: REUTERS

دغه رپوټ د عراق په شمال کې له داعش ډلې څخه د موصل ښار تر نیول کیدو څور ورځې وروسته خپریږي. د عراق د موصل ښار شاوخوا درې کاله مخکې د داعش یا اسلامي دولت ډلې لخوا نیول شوی وو.

په عین وخت کې د جون په میاشت کې د روسیې دفاع وزارت هم دې ته ورته یو رپوټ خپور کړی وو او په کې یې د البغدادي د ممکنه وژنې خبره کړې وه. د روسیې د دفاع وزارت په رپوټ کې راغلي وو چې ابوبکر البغدادي د سوریې په رقعه ښار کې د یوه هوايي برید په پایله کې وژل شوی خو هغه مهال واشنګټن د هغه مرګ تایید نه کړ او د دې ترڅنګ عراقي او غربي چارواکو هم په دې هکله خپل شک څرګند کړی وو.

رویترز تر اوسه پورې ونشوای کولای چې د البغدادي وژنه تائید کړي. خو په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشي حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن، له دغه خبري آژانس سره په مرکه کې په دې هکله وویل: «موږ د سوریې په دایر الزور سیمه کې د داعش ډلې د یوه سوریايي لوړ پوړي چارواکي په حواله د هغه د مرګ تائید شوي معلومات لرو.»

عبدالرحمن همدا راز زیاته کړه چې هغه ته د اسلامي دولت یا داعش ډلې په دننه کې سرچینو ویلي چې بغدادي وژل شوی «خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې کله». دغې سرچینې همدا راز ویلي چې البغدادي د تیرو دریو میاشتو راهیسې د سوریې په غربي سیمه دایر الزور کې شتون درلود.

په عین وخت کې د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون هم د دې معلومات تائید نه دی کړی. کردي او عراقي چارواکو هم تر اوسه پورې د هغه د تائید په هکله کومه تبصره نه ده کړې.