1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش ډلې مشر حافظ سعید په کونړ کې لیدل شوی

اميد ديدار۱۳۹۵ فروردین ۵, پنجشنبه

د کونړ چارواکي وايي چې دافغانستان له پاره د داعش ډلې مشر حافظ سعید له خپلو جنګیالیو سره په ختیځ کونړ کې لیدل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1IJVS
په افغانستان کي د داعش جنگيالي
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د افغانستان د کونړ ولايت د امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل دويچه ويله ته وویل، چې حافظ سعيد د یاد ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند په شونکړۍ سیمه کې لیدل شوی دی.

سيد خېل زياته کړې ده چي له حافظ سعيد سره د داعش ډلې نیږدې ۸۵ کورنۍ هم له ننګرهار ولایت څخه کونړ ته کوچېدلي، چې د نوموړي په وينا کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې یې اړولي دي.

اخوا د کونړ والي وحیدالله کلیمزی، په دغه ولايت کې د داعش حضور مني، خو کونړ ته د یادې ډلي د مشر د ورتګ په اړه یې معلومات ورنه کړل. په همدې حال کې د ۲۰۱سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسئول ډګرمن شیرین اغا فقیري، وايي، که په کونړ کې داعش ډله خپل فعالیتونه پیل کړي، نو دوی به یې د ننګرهار په څېر وځپي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار چارواکو یوه اونۍ وړاندي ویلي ول چې داعش ډله به ډېر ژر خپل فعالیتونه په کونړ کې پیل کړي.

د امريکا د پوځ وياند په فيبرورۍ مياشت کي ويلي ول چي د داعش ډله په افغانستان کي د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ تر منځ جنګيالي لري. د امريکا ولسمشر باراک اوباما په جنوري مياشت کي په افغانستان کي خپل پوځ ته اختيار ورکړ چي په دغه هيواد کي پر داعش هوايي بريدونه وکړي.

په افغانستان کي د داعش اکثره جنګيالي يا د افغانستان د طالبانو او يا هم د پاکستاني طالبانو غړي ول. له هغه وروسته چي داعش په افغانستان کي هم فعاليت پېل کړی، په دغه جنگځپلي هيواد کي د لا زياتو ناامنيو رامنځ ته کېدو اندېښنه زياته سوې ده.