د دبی په يوه هسکه ودانۍ کي اور لگېدلی وو
۱۳۹۳ اسفند ۲, شنبه
د دبی په «The Torch» يا مشعل په نوم هسکي ودانۍ په ۵۰ پوړ کي د جمعې په ورځ ماښام اور لگېدلی او په لنډ وخت کي ډير ژر تر ۷۰ پوړه رسېدلی وو. دغه ودانۍ ۷۹ پوړه ده.
د راپورونو له مخي په دغه پيښه کي څوک وژل سوي نه دي. ويل کيږي چي يوازي څو تنه د سخت دود د تنفس کولو له کبله روغتون ته لېږدول سوي دي.
ويل سوي دي چي د سخت باد له کبله اوروژونکي د شپې څو ساعته لگيا ول چي اور کنترول کړي. د اتيات له پاره دغي هسکي ودانۍ ته له نژدې نورو ودانيو څخه هم انسانان ايستل سوي ول.
تر دې دمخه د اور خطر اشتباهي زنگ
د اور د لگېدني په اړه تر اوسه پوري هيڅ معلومات نسته. دغه ودانۍ په ۲۰۱۱م کال کي جوړه سوې ده او د انتن تر څوکي پوري ئې لوړوالی ۳۵۲ ميتره دئ.
د «Gulfnews» د معلوماتو له مخي په دغي ودانۍ کي څو واري د اور د خطر زنگ اشتباهي وهل سوی دئ.
د ۲۰۱۲م کال په نومبر میاشت کي د «Tamweel» په نوم ودانۍ کي هم اور لگېدلی وو. وروسته بيا معلومه سوه چي په دغي ۳۴ پوړيزه ودانۍ کي يو لگېدلی سگرېټ د کثافاتو په سطل کي اچول سوی وو.