1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دريملاينر الوتکې د ستونزو په اړه څېړنه کيږي

نسیم صابر (rtr, dpa, afp, dapd)۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبه

د بوينګ د الوتکه جوړوونکي شرکت تر ټولو نوې الوتکه چې دریملاینر نومیږي، له ګڼو تخنيکي ستونزو سره مخامخ شوې ده. اوس د دغه ډول الوتکو د ستونزو د له منځه وړلو په موخه یوه څیړنه په لاره اچول شوې ده.

https://p.dw.com/p/17IrA
انځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو د هوايي چلند ادارې «Federal Aviation Administration» د جمعې په ورځ د دريملاينر (Dreamliner) نومې لويې الوتکې اساسي کتنه پيل کړې ده. په دې ترڅ کې به د دغې الوتکې الکترونيکي سيستمونه او مېخانيکي پرزې له نژدې څخه وکتل شي. د دې الوتکې په ځینو سيستمونو کې په وروستيو کې ډېرې ستونزې وليدلې شوې.

د يوې اوونۍ په اوږدو کې تقریباً هره ورځ کومه دریملاینر الوتکه له ستونزو سره مخامخ شوې وه. «آل نيپون» چاپاني هوايي شرکت په مشخصه توګه د دغې الوتکې دوو ستونزو ته ګوته نيولې وه. دغه شرکت ویلی وو چې د هغوی د یوې دریملاینز الوتکې د «کاکپيټ» برخې په يوه کړکۍ کې درز رامنځ ته شوی وو او په یوه بله الوتکه کې یې د حرکت راوستلو په ماشين کې د سوري له کبله تېل څڅېدلي ول.

د هوايي چلند د ادارې ښه نوم ته ګواښ

اوس متحده ایالاتو د دریملاینر الوتکې د ستونزو د موندلو له پاره یوه څیړنه په لاره اچولې ده. د متحده آيالاتو د هوايي چلند او ترافيک وزير راي لاهود، په ډېر ډاډ سره ویلي دي: «د دغې څېړنې له لارې به اصلي ستونزه پيدا کړو او د دې ډاډ به هم ورکړو چې دغه ډول پېښې بيا تکرارې نه شي.»

د روانې څېړنې له کبله نه يوازې د بوينګ الوتکه جوړوونکي شرکت، بلکې د هوايي چلند د ادارې «Federal Aviation Administration» نوم هم له ګواښ سره مخامخ شوی دی. د «دريملاينر» الوتکې د ۲۰۱۱ کال په اګست میاشت کې له دغې دارې څخه جواز ليک تر لاسه کړی وو، چې لږه موده وروسته بيا د هوايي شرکتونو په اختيار کې ورکړل شوه.

له هغې ورځې راهيسې په «دریملاینر» الوتکه کې ډېرې تخنيکي ستونزې رامنځ ته شوې دي، چې شمېر يې په روانه اوونۍ کې اوج ته ورسېد. تر ټولو لويه پېښه د «Japan Airlines» د یوې الوتکې د الکترونيکي سيستم اور اخيستنه وه چې د دوشنبې په ورځ په بوستن کې رامنځ ته شوه.

دریملاینر الوتکو يو میليون سپرلۍ خپل هدفونو ته رسولي دي

د بوينګ شرکت د سپرلۍ وړونکو الوتکو مشر راي کونر، د دغو پېښو په اړه وويل: «بازار ته د هرې نوې الوتکې په راوتلو سره ستونزې موجودې وي. داسې لاملونه نشته چې له مخې یې دغه الوتکه ډاډمنه و نه بلل شي.»

کونر زياته کړه چې هغو پنځوسو دريملاينر الوتکو چې شرکتونو ته ورکړل شوې دي، څه د پاسه يو میليون سپرلۍ خپلو هدفونو ته رسولي دي.

د دريملاينر الوتکه په ډېر دقت سره کتل کيږي ځکه چې د اوږده واټن دغه جېټ الوتکه ډېر نوی او انقلابي جوړښت لري. په داسې حال کې چې عادي الوتکې له المونيمو څخه جوړيږي، په دریملاینر الوتکو کې یو ډول سپک مرکب مواد کارول شوي دي چې له همدې کبله يې وزن او د تېلو مصرف ډېر کم دی.

سربېره پر دې په دغه الوتکه کې الکترونيکي يا برېښنايي پرزو د «هيدراوليک سيستم» ځای نيولی دی. دغې نوې تکنالوژۍ البته د طرحې په مرحله کې آن ستونزې ايجادې کړې وې چې له امله يې دريملاينر له درې کاله ځنډ وروسته په ۲۰۱۱ کال کې بازار ته راوواته.

بوينګ ته د هوايي خطوطو د شرکتونو له لوري د دریملاینر الوتکې له پاره، ټول ټال ۸۰۰ فرمايشونه ورغلي دي. دا چې د دريملاينر الوتکې تقاضا لوړه ده، نو بوینګ غواړي چې هره میاشت د پنځو الوتکو پر ځای لس الوتکې جوړې کړي.