1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دري آلماني وژل شوو سرتيرو لپاره د وير مراسم په ځاي شول

۱۳۸۹ فروردین ۲۱, شنبه

د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل په دغو مراسمو کي وويل: « دغو سرتيرو په افغانستان کي د آلمان لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ، هغوي د خپلو سرښندونو سره خپل هيواد ته د وفاداري ژمنه په ثبوت ورسوله.»

https://p.dw.com/p/MsTr
د آلمان د نيدرزاکسن زيلزينګن نومي ښار ګوټي کي د دری وژل شوو آلمانی سرتيرو د وير مراسم
د آلمان د نيدرزاکسن زيلزينګن نومي ښار ګوټي کي د دری وژل شوو آلمانی سرتيرو د وير مراسمانځور: AP

د آلمان پوځ پرون په افغانستان کي د خپلو دري سرتيرو لپاره چي يوه اوني مخکي په کندوز کي ووژل شول، د وير مراسم ونيول. په دي مراسمو کي د وژل شوو سرتيرو د کورنيو غړو او خپلوانو په ګډون، د آلمان د حکومت او پارلمان لوړ پوړ منسوبينو برخه واخيسته. د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل په دغو مراسمو کي چي د نوموړي هيواد د نيدرزاکسن زيلزينګن نومي ښار ګوټي کي نيول شوي ؤ، د دغو دري سرتيرو خدمت ته په اشاره سره وويل چي «هغه او د آلمان ولس» د هغوي خدمت ته د درناوي سرټيټوي. مرکل یادونه وکړه: « دغو سرتيرو په افغانستان کي د آلمان لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ، هغوي د خپلو سرښندونو سره خپل هيواد ته د وفاداري ژمنه په ثبوت ورسوله.»

د آلمان صدراعظمي په خپل وينا کي وويل چي هغه د افغانستان د ماموريت تر شا ولاړه ده، خو اعتراف يي وکړ چي دا ماموريت د هغه څه څخه چي په لومړي سر کي يي ګمان کيده، سخت او ستونزمن دي:

«زه په پوره پوهي په افغانستان کي د خپلو عسکرو، او پوليسواو ملکي کارکونکو د ماموريت تر شا ولاړه يم. ځکه دغه ماموريت د آلمان د امنيت په خدمت کي دی. افغانستان بايد بيا د القاعدي د تروريستان هډه ونه ګرځي او په دغه هيواد کي بايد بيا د طالب ياغیانو واکمني ټينګه نه شي.»

له دي مخکي هم په افغانستان کي آلماني سرتيري وژل شوي دي او د آلمان پوځ د هغو لپاره د وير خاص مراسم نيولي دي، خو دا لومړي ځل دي چي د آلمان صدراعظمه مرکل د وير په داسي مراسمو کي ګډون کوي. د رپوټونو له مخي هغي د خپل ايستر رخصتي غوڅه کړه او سمدلاسه يي تصميم ونيو چي د دغو دري تنو وژل شوو آلماني سرتيرو د وير په مراسمو کي ګډون وکړي.

انګلا مرکل په افغانستان کي د آلماني سرتيرو ماموريت ته په اشاره سره وويل چي وروسته له دي د دغه ماموريت واقعيت بايد په نظر کي ونيول شي. له واقعيت څخه د هغي مقصد هغه يو بحث ته اشاره ده چي آيا په افغانستان کي د آلماني عسکرو ماموريت «جنګي» دی که نه. مرکل وويل: « ډير کسان دغه ماموريت جنګي بولي، او زه دا ښه درک کولاي شم.»

د وري يا حمل په 13 د کندوز ولايت د چهاردري په ولسوالي کي آلماني سرتيري چي په يو سوليز ماموريت بوخت ؤ په ناڅاپي توګه د طالب ياغيانو له خوا تر حملو لاندي ونيول شول. په دي حمله دري آلماني سرتيري چي يوه 25، بل يي 28 او دريم يي 35 کلن ؤ ووژل شول. په دغه ورځ آلمان کي مذهبي رخصتي وه چي د «کار فرايتګ» په نامه ياديږي.

د آلمان د دفاع وزير، کارل تيودور څوګوتنبرګ په افغانستان کي وضعيت د لمړي ځل لپاره په ښکاره توګه د «جنګ د شرايطو» په توګه وګڼل: «هغه څه چي مونږ په کار فرايتګ نومي ورځ کي په کندوز کي يي شاهدان ؤ ، ډير کسان يي د جنګي وضعيت په نامه يادوي او دا سمه يادونه ده. زه هم په همدي نظر يم. زمونږ سرتيري له خطرونو څخه خبر دي او تاسي هم . خو دغه ډول خطرونه نه شي کولاي چي هغوي له خپلي دندي څخه مخ اړولو ته مجبوره کړي، هغوي په پوره ميړاني او زړورتيا دغه خدمت ته ملاتړ ده.»

د دغو سرتيرو د مړيني د وير په مراسمو کي د آلمان صدراعظمي د افغانستان په وړاندي د خپل حکومت په نوي ستراتيژي چي په اوږده موده کي افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت سپارل دي ټنيګار وکړ او له دي څخه ډه ډه وکړه چي وواي څه وخت به له افغانستان څخه آلماني سرتيري په وتلو پيل وکړي.

د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي