1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دهلې بند د رغولو چاري ګړندۍ رواني دي

۱۳۹۰ فروردین ۱۴, یکشنبه

د کندهار ولايت د اوبو رسولو د مسولينو په خبره ددهلي دبند د لومړيو پيسونو د رغوني چاري به د ٢٠١١کال ترپايه پای ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/REzK
د کندهار د دهلې بند
د کندهار د دهلې بندانځور: DW/Aslami

د کندهارد دهلې د بند د اوږدمهالي پروژي د لومړيو پيسونوچاري چي د کانالونو د دروازو رغول، د لويو کانالونو پاکول او يوشمير نور کارونه پکښي دوام لري کاريې ۶۰٪ پر مخ تللی.

پردي سربيره چي په دغه پروژه کي زرهاوو تنو ځوانانو ته د کار او وزګار زمينه پکښي برابره سوې ده زرهاوه هکټاره کرهڼيزي ځمکي او باغونه به هم خړوب کړي.

د کندهار د اوبو رسولو ريس انجنيرشيرمحمد عطاي وای چي په عمومي توګه ددغه بند ٦٠%فيصده کارونه پرمخ تللي دي.

بله خوا همدارنګه د ابيارۍ ريس انجنيرشيرمحمد عطاي وای چي ددغه بند اړوند د بيارغوني کارونو کښي زرهاوو کورنيو په مستقيم او غيري مستقيم ګټي ترلاسه کړيدي او لاهم ددغو کورنيو زرهاو تنه ځوانان د دهلې د بند د بيارغوني په چارو کښي په کارونوبوخت دي.

ظاهرشاهي کانال
ظاهرشاهي کانالانځور: Hekmatullah Aslami

همداډول باغ لرونکي او ځمکه لرونکي هم ددهلې د بند د رغوني له چارو څخه خوښي څرګندوي. ددوی په وينا چي اوس مهال نسبتاً ډيري کرهڼيزي ځمکي اوباغونه اوبيږي اود کانالونو له پاک کارۍ او رغوني څخه مو هم اوبه ډيريږي او هم زموږ اقتصادي ستونزي رفع سويدي.

د يادوني وړده چي په کندهارکښي د دهلي بند چي د کندهار ښاره په شمال ختيځ څلويښت کيلومترۍ کښي د ارغنداب پرسيند جوړ سويدی له ٢٠٠٩ کال راهيسي يې د رغوني چاري رواني دي.

ددې پروژې مالي لګښت د کاناډا هيواد ورکوي، او ددي ترڅنګ د امريکا هيواد په مالي لګښت د يوسلو شلو کيلومترو دويم او دريمه درجه ويالو د پاک کارۍ چاري له تيرو دومياشتو راهيسي جريان لري، چي ديرش زره تنه هم دغو چارو کښي په کارونو بوخت دي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل