1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوبۍ په هوایي ډګر کې یوې الوتکې اور واخيست

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۳, چهارشنبه

د اماراتو هوایي شرکت یوې الوتکي ته د ناستي پر وخت ستونزي پيدا شوي. الوتکې اور اخیستی دی خو چارواکو ویلي دي چې پکښې سپاره ټول ۳۰۰ کسان روغ رمټ له الوتکې راایستل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JavY
VAE Emirates-Boeing geht nach Notlandung in Flammen auf in Dubai
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Str

دولتي چارواکو د او د امارات هوایي شرکت ویلي دي چې د دغه شرکت یوې الوتکې د دوبۍ په هوایي ډګر کې بیړنۍ ناسته کړې او اور یې اخیستی دی. دغه الوتکه له هند څخه را الوتې وه.

د اماراتو شرکت ویلي دي چې په دوبۍ هوایي ډګر کې «یوه پیښه رامنځ ته شوې ده» خو په الوتکې کې سپاره ټول ۳۰۰ مسافر او د الوتکې امله ژغورل شوي دي. دغه شرکت په خپل تویتر ټولنیزه پاڼه کې ویلي دي چې په دې پیښه کې کوم چا خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی.

دغه الوتکه د هندوستان له تریواندروم ښار څخه د دوبۍ پر لور الوتې وه. امارات هوایي شرکت ویلي دي چې اوس تر ټوله مهمه خبره په پیښه کې د ښکیلو کسانو روغتیایي وضعیت دی.

یوه هندي خبریال په الوتکه کې د سپرو کسانو په حواله ویلي دي چې پیلوټ په الوتکه کې اعلان کړی دی چې الوتکه دوبۍ ته رانزدې شوې ده خو د الوتکې د ناستې په چارو کې ستونزه رامنځ ته شوې ده.

د دوبۍ رسمي رسنۍ ویلي دي چې په پیښه کې څوک ټپي شوي نه دي او اوس د دوبۍ هوایي شرکت ټول پروازونه ځنډول شوي دي.

د دوبۍ په هوایي ډګر کې سرچینو ویلي دي چې پیلوټ تر هغه وروسته د بیړنۍ ناستې غوښتنه وکړه چې د الوتکې یوه انجن یا ماشین اور واخیست.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د الوتکې انځورونه او ویدیوګانې خپرې کړي دي چې پکښې له الوتکې څخه تور دود د پورته کیدو په حال کې دی. داسې ښکاري چې الوتکه پر سینه ناسته ده.

پلان شوې وه چې دغه بویینګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د دوبۍ پر سیمه ییز وخت ۱۲:۵۰ بجې ناسته وای خو په ۱۲:۴۵دغه ستونزه ورپېښه شوه.