1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوبۍ څخه کارګر د تښتي په حال کي دي

۱۳۸۷ بهمن ۲۸, دوشنبه

د ډوبۍ په هوايي ډګرکي د ولاړو موټرونو د وړلوخدمات ډير کار لري. ځکه چي هغه بهرنيان چي په ډوبۍ کي يې خپل کار له لاسه ورکړی او لکه د برېښنا په شان تښتيدلي دي خپل موټرونه يې په هوايي ډګر کي پرېيښي دي...

https://p.dw.com/p/GvcH
په دوبۍ کي د مليونرانو د استوګني ځای
په دوبۍ کي د مليونرانو د استوګني ځایانځور: dpa

دغه راز دکډو کولو ترانسپورټي شرکتونو کار ونه هم ښه چوک دي. ځکه چي د ودانيو دجوړولو ډيرکاريګر د خپلو کار فرمايانو لخوا نوروهيوادونو ته استول کيږي. په دوبۍ کي د ريلوګلف دکډو د وړلو راوړلو د تصدۍ غړی فيل ديويس وايي.

په تيرو دو درو اونيو کي د زموږ خدمت ته تقاضا په سلو کي 50 ډيره سوي ده. د ودانيو د جوړولو ډيری کارکونکي اوس هانکانګ، ماليزيا او يا هندوستان ته ځي. د عربو په متحده اماراتو کي له هري دو ودانيو د جوړولو پروژه د نړيوال اقتصادي بحران په ترڅ کي درول سوې ده.

ددې ټولو پروژو ارزښت تقريبا 582 ملياردو ډالرو ته رسدا نتيجه همدا څه موده دمخه« پروليد» نومي د بازار ونو دڅېړنو انستيتوت اخيستي ده .دوبۍ ته بحران ددي له پاره ډير متوجه دی چي ددې اماراتو دودانيو دجوړولو ساحه دهغه هيواد دناخالصه اجتماعي توليد نيمايي برخه جوړوي.

ددوبۍ د اوسيدونکو هر لسم تن پخپله دهغه هيواد دی. دوګړو زيادتره برخه يي اروپايي کارپو هان او هندوستاني دودانيو دجوړولو مزدورکاران دي پرته ددغو کستانو له موجوديت څخه به ددوبۍ له حده تيره پراختيا ممکنه نواي.

خوپدې تيرو اونيو کي په لس هاوو زره کسه له خپله کاره ويستل سول .پدې برخه کي قانون واضح دی که يو بهرني کارګر خپل کار له لاسه ورکوي بايد د يوي مياشتي په ترڅ کي له هغه هيواد څخه ووزي. کتونکي اټکل کوي چي هره ورځ څه ناڅه 1500 کسه له هغه هيواده څخه وزي. ديو بي اس د پانګي اچولو بانک اټکل کوي چي سږ کال به ددوبۍ د وګړو شمېر په سلوکي 8 لږسي. او د کورونو کرايې به په راتلونکو دوو کالو کي دريمه برخه راکښته سي