1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوستم او عطا د پلويانو تر منځ مظاهرو کي مرگ ژوبله

۱۳۹۵ فروردین ۵, پنجشنبه

د جنرال عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور د پلويانو ترمنځ مظاهره په تاوتريخوالي اوښتې او يو کس پکښې وژل سوی دئ. په دغه مظاهره کي پنځه کسان نور ټپيان سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1IJQ9
په ميمنه کي افغان امنيتي ځواک د تلاښۍ پر مهال
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم او د بلخ د والي عطا محمد نور پلويانو نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۲۴مه) د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کي مظاهره کړې او تاوريخوالی پکښې رامنځ ته شوی دی.

جنجال هغه وخت رامنځ ته شو چې د نوي کال د مراسمو پر مهال په مزارشریف ښار کې ځينو ناپیژندل شوو کسانو د جنرال دوستم يو لوی انځور څير کړ.

تر دې پیښې وروسته په مزارشریف او نورو شمالي ولایتونو کې د جنرال دوستم او عطا محمد نور په پلوي او مخالفت مظاهرې وشوې.

د فاریاب ولایت ویاند احمد جاوید بیدار، ویلي دي: « د دواړو اړخونو نژدې ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ وسله والو کسانو په ښار کې مظاهرې وکړې.»

بیدار ویلي دي چې مظاهرې هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتې چې دواړه اړخونه یو له بل سره مخام شول. هغه ویلي دي چې مظاهره بیا د امنیتي ځواکونو په مداخلې سره پای ته رسیدلې ده.

عطا محمد نور چي په جمعيت اسلامي گوند پوري اړه لري او جنرال دوستم چي د ملي جنبش گوند مشر دی دواړه په افغانستان کي د پخواني شوروي اتحاد د سره لښکر په مقابل کي او وروسته د طالبانو پر وړاندي جنگېدلي، په شمال کي له ډېر وخت راهيسي يو د بل رقيبان دي.