1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوست په بڼه کي دُښمن د طالبانو نوی تکتيک دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۰, شنبه

د افغانستان په جگړه کي طالب جنگياليو په خپل تکتيک کي بدلون راوستلی دی. ويل کيږي دوی د افغان امنيتي ځواکونو په لیکو کی ورننوتلي دي. خو د ایساف یو ویاند وایی چی د افغان ملی اردو د ستروالی په تناسب دا ډیر زیات نه دي

https://p.dw.com/p/116sv
په هرات کي افغان ځواکونه
په هرات کي افغان ځواکونهانځور: DW

دا چي په افغان امنيتي ځواکونو کي طالبان په په پټه توگه ورننوتلي دي د دې څخه ښه څرگنديږي چي په تيرو وختونو کي هغه پيښي زياتي سوي دي چي پکښي افغان امنيتي کسانو پر بهرنيو عسکرو ډزي کړي او هغوی ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

په اصطلاح د بهرنيو ځواکونو د ملگرو په قطارونو کي دُښمن ځان ته لاره موندلې ده. په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند جوزيف بلوتس وايي چي دغه حقيقت د اندېښنې وړ دی. خو هغه وویل: « که و دغو پيښو ته له بلي خوا ځير سو نو دومري کمي دي چي د زياتي اندېښنې وړ ندي. که موږ وگورو چي بهرني او افغان ځواکونه د تېر کال په پرتله يو لک زيات کسان لري نو د دغو پيښو تناسب ورسره ډېر کم دی. که څه هم دغه پيښي د خواشينی وړ دي خو د زياتي اندېښنې وړ ندي.»

خو دا چي په تيرو پيښو کي بهرني روزونکي ترعسکري روزنې لاندي خپلو افغانو زده کوونکو لخوا په نخښه کړل سول يو غمجن حقيقت دی. يوه افغان عسکر د فبرورۍ په مياشت کی د افغانستان په شمال کي درې الماني عسکر په ډزو ووژل. يو څو ورځي تر مخه بيا يوه افغان پيلوټ د يوې احتمالي شخړې وروسته د ايساف يو شمېر روزونکي ووژل. ويل کيږي چي پدغو پيښو کي هغو طالبانو لاس نه درلودی چي د افغان ملي اُردو کی نفوذ کړی او یا د هغو له یونیفورمونو څخه کار اخیستی دی. په يونيفورمونو ننوتلي.

جوزېف بلوتس وايي چي خو بيا هم د دې امکانات سته:« هو، موږ د ياغيانو په تکتيک کي عملي بدلون وينو. څوک کولای سي چي دغه نوی تکتيک په بېلابيلو بېلگو کي واضح کړي: يو اړخ يې په معلومه توگه په افغان حکومتي ځواکونو کي د هغوی پټ ورننوتنه ده. که څه هم دغه عمل د روزلو سوؤ افغانو ځواکونو په تناسب ډېر کم دی.»

بلوتس زياتوي چي د افغانو او بهرنيو عسکرو د ملگرتيا د ستراتيژۍ لپاره بله متبادله لاره نسته. د دغې ستراتيژۍ له مخي بهرني او افغان عسکر په یوه عسکر کېمپ کي ځای پر ځای وي. بلوتس وايي چي د افغانو او بهرنيو ځواکونو گډ کار يوازنۍ لاره ده چي د بهرنيو ځواکونو د وتنې لپاره لاره هواره وي. اوباما غواړي چي د جون په مياشت کي لا په خپلو عسکرو کي د کمښت راوستلو پروسه پېل کړي. په افغانستان کي د ايساف وياند وايي چي د عسکرو د لږونې دغه پروسه به په بامسؤليته توگه تر سره کيږي.

خو بهرني ځواکونو همېښه دا خبره هم کړېده چي د افغانو سيمو څخه وتنه به د شرايطو پر بنا وي. د بيلگي په توگه د افغانستان د کندوز ولايت چي شمالي ولايتونو کي تر ټولو خطرناکه ولايت دی. الماني پوځيان همدلته موظف دي او هغه پداسي حال کي چي د سيمي خلک وايي چي د پخوا په پرتله پکښي طالبان کم سوي دي. بلوتس وايي چي دوی پدې توانېدلي دي چي پدغه ولايت کي طالبان تر زياتي کچي پر شا وتمبوي.

له يوې خوا د 2014 م مېلادي کال پوري د افغانستان څخه د الماني پوځ وتنه پلان سوېده او له بلې خوا بايد د روان مېلادي کال تر پایه پوري افغان ځواکونه د دې جوگه سي چي د امنيت دنده پخپله په غاړه واخلي. خو بلوتس وايي چي لوېديځوال به د 1989م مېلادي کال تېروتنه نه کړي تکرار چي په افغانستان کي خپله پوځي ماموريت په بشپړه تگه پای ته ورسوي:

د ایساف ویاند زیاته کړه: « موږ به د 1989 م مېلادي کال تېروتنه تکرار نه کړو کله چي موږ په سيمه کي خپله دلچسپي د لاسه ورکړه او د سيمي څخه ووتلو. »

کای کيوسټنر / احمدولي اڅکزی

کتونکی: عبدالباري حکيم