1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوشنبې په ورځ د کاله کمپ تړل کیږي

۱۳۹۵ آبان ۱, شنبه

د دوشنبې په ورځ په فرانسه کې د مهاجرو د کاله کمپ د تخلیه کولو کار پیليږي او یوه اوونی دوام کوي. د کمپ مهاجر به بیا د فرانسې پر نورو ښارونو باندي تقسیم او کولای سي د پناه غوښتنه ورکړي.

https://p.dw.com/p/2RYi1
Frankreich | Das Flüchtlingslager Calais kurz vor der Schließung - erste Flüchtlinge verlassen den Jungle
انځور: REUTERS/P. Rosignol

د وروستيو وړاندې شويو آمارو له مخې، په دغه کمپ کې ۶۴۰۰ تنه مهاجر ژوند کوي چې اکثره يې افغانان دي. دغه افغانان غواړې له دغه ځايه بريتانيا ته ولاړ شي. دغه کمپ چې په «ځنګل» هم یاديږي د فرانسې په شمال کې ایورو کانال ته نژدې پروت دی.

خومرستندويه سازمانونه وايي چې په دغه کمپ ۸۱۰۰ تنه مهاجر اوسيږي چې اکثره يې په خيمو او کانتينرونو کې ژوند کوي. په پام کې ده چې د دغه کمپ د ويجاړولو چاري د دوشنبې ورځ په سهار اته بجې پيل شي. د کمپ له ويجاړيدو وروسته به مهاجر په بسونو کې د فرانسې بيلابيلو برخو ته د نوم ليکنې نويو مرکزونو ته انتقال شي.

مهاجر بايد په دغو مرکزونو کې تر ځای پرځای کېدو وروسته خپل د پناه غوښتنې درخواستونه د فرانسي حکومت ته وسپاري. د کاله څخه په ورستيو ورځو کې يو شمير مهاجر د فرانسي شمال او سويل کې نورو کمپونو ته وليږدول شول. د کمپ د پاک کارۍ مسئوله اداره وايي چې د کمپ د تخلیه کولو او پاک کارۍ کار به يوه اوونۍ وخت ونيسي.

 د فرانسي دولتي ادارو د څه مودې راپديخوا د دغه کمپ پر تخلیه کولو باندي ټینګار کاوه، خو مرستندویو سازمونونو بيا د قانوني لارو چارو په کارولو د هغه مخنیوی کاوه. بلاخره د تيرې سه شنبې په ورځ، محکمې د کمپ د تخلیه کولو په اړه خپله موافقه وښوده.  

 قاضيان وايي چې په کاله کمپ کې ميشت مهاجر« په خطرناک او ناامنه» شرایطو کې ژوند کوي. له بل لوري د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو.ان. اچ. سي. آر) هم په وروستيو وختو کې په دغه کمپ کې د مهاجرو له بد حالت څخه یادونه کړې ده.

 

په «جنګل» کمپ کې د ميشتو مهاجرو یوازنۍ هدف بريتانيا ته رسيدل دي. دوی تل هڅې کړي چې د مانش کانال د لارې په کښتيو او یا د یورو تونل له طریقه په باروړنکو لاريو کې ځانونه دغه هيواد ته ورسوي.

  

د تیرکال له پيل څخه راپديخوا په دغه کمپ کې ۳۳ تنه مهاجر وژل شوي هم دي. اکثره دغو مهاجرو غوښتل چې په لاريو کې ځانونه پټ او بريتانيا ته ورسيږي. پردې علاوه، په کمپ کې د مهاجرو تر منځ د تاوتريخوالو پیښې هم رامنځ ته شوي دي.

هغه مهاجر چې عمر یېد اتلسو کلونو ښکته وي او په بريتانيا کې یې کورنۍ وي، هيله مند دي چې خپلو کورنيو سره د يو ځای کيدو برنامې له طریقه بريتانيا ته ورسيږي. د فرانسې د کورنيو چارو وزارت چارواکو هم د ډیرو ورځو راپديخوا په کمپ کې د کم عمر لرونکو کسانو سره خپل ارتباطات قایم کړي دي.

 تر تيرې پنجشبنې ورځ پورې۵۰ تنه مهاجر چې عمرونه يې د اتلسو کلونو ښکته وو، خپلو کورنيو ته يې بريتانيا ته واستول شول. بريتانيا منلې ده چې هغه کم عمره مهاجر به مني چې کورنۍ يې په دغه هيواد کې وي. د مرستندويه سازمانونو په وينا د فرانسې په کاله کمپ کې ۱۳۰۰ تنه بې سرپرسته مهاجر چې عمرونه یې تر اتلسو کلونو څخه کم دي، ژوند کوي.

پرورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه(18.01.2016)