1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د بیا یووالي د تړون ۲۵ کالیزه

۱۳۹۴ شهریور ۲۱, شنبه

د آلمان د پخواني صدراعظم، هلموت کول، تر لارښوونې لاندې د بهرنيو چارو وزير، هانس ديتريش ګينشر، د آلمان بيا يو ځای کيدل تنظيم کړي دي. د «دوه جمع څلور» په نوم تړون يو ديپلوماتيک شهکار بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/1GVV1
د آلمان صدراعظم هلموت کول، د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر میخائیل گوربه چوف او د آلمان د بهرنیو چارو پخواڼي وزیر د آلمان د بیا یووالي په هکله
د آلمان صدراعظم هلموت کول، د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر میخائیل گوربه چوف او د آلمان د بهرنیو چارو پخواڼي وزیر د آلمان د بیا یووالي په هکلهانځور: picture-alliance/dpa

په دغه ورځ د دغه سړي له پاره هيڅ لقب مبالغه نه ده: د آلمان د بهرنيو چارو پخوانی وزير، هانس ديتريش ګينشر، د چارشنبې په ورځ په برلين کې د آلمان د «يووالي مهندس» وبلل شو. لمانځغونډه په پلازمېنه برلين کې د آلمان د ليبرال دموکرات ګوند يا «اف دي پي» ګوند په مقر کې تر سره شوه.

د «دوه جمع څلور» په نوم مشهور شوی تړون چې اصلي عنوان يې «د آلمان په هکله د وروستي توافق تړون» دی، له نن څخه ۲۵ کاله وړاندې امضا ته ورسېد. له «دوه جمع څلور» څخه مراد دا دی چې لويديځ او ختيځ آلمان او څلور ستر قدرتونه چې دويم نړيوال جنګ يې ګټلی و، د دغه تړون ښکيل اړخونه تشکيلوي. څلور ستر قوتونه عبارت دي له فرانسې، شوروي اتحاد، د امريکا متحده آيالات او لويه بريتانيا. ګينشر د ۱۹۹۰ يم کال د سپتمبر په ۱۲ مه نېټه د آلمان په استازيتوب دغه تړون امضا کړ.

د فدرالي آلمان د جمهوریت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر گینشر او د پخواني دیموکراتیک آلمان جمهوریت لومړی وزیر، لوتر دیمیزیر د دوه جمع څلور تړون لاسلیک کوي
د فدرالي آلمان د جمهوریت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر گینشر او د پخواني دیموکراتیک آلمان جمهوریت لومړی وزیر، لوتر دیمیزیر دوه جمع څلور تړون لاسلیک کويانځور: picture alliance/R. Holschneider

۲۵ کاله وروسته اوس ۸۸ کلن ګينشر، د توماس دېلر ودانۍ پر ستيج باندې راڅرګند شو، په داسې حال کې چې دی په يوه ارابه لرونکې چوکۍ کې ناست و. ګينشر د آلمان د بهرنيو چارو او بهرني سياست يو لوی طراح بلل کيږي چې تل به په مطبوعاتو کې راڅرګندېده، خو خپله دی ګوښه ژوند ته ترجيع ورکوي. اوس له سياسي ستيج څخه لېري شوی دی، خو د ده نوم تر اوسه پورې په سياست کې د ترينګلتيا له کمولو سره تړلی پاتې دی.

ګينشر او د ليبرال دموکرات ګوند نورو غړو هم د تړون د امضا کيدلو ورځ ولمانځله

د آلمان ليبرال دموکرات ګوند، دغه حقيقت يو ځل بيا په ياد راولي. د دغه سياست تاريخچه په دې ډول ده: د ۱۹۷۵ م کال د اګست په اوله نېټه په هلسينکي کې په اروپا کې د امنيت او همکارۍ د سازمان وروستی تړون امضا کيږي.

د آلمان د بیا یووالي په مراسمو کې د آلمان د هغه وخت د دواړو دولتونو د استازو تر څنگ د څلور ستر قدرتونو استازو گډون درلود
د آلمان د بیا یووالي په مراسمو کې د آلمان د هغه وخت د دواړو دولتونو د استازو تر څنگ د څلور ستر قدرتونو استازو گډون درلودانځور: picture-alliance/dpa

دغه لړۍ د ۱۹۹۰ م کال د دسمپر تر ۲مې نېټې پورې دوام کوي چې د آلمان تر يووالي وروسته په لومړي ځل پارلماني ټاکنې تر سره کيږي. ګينشر په دې ترڅ کې د شرقي بلاک او غرب تر منځ د ترينګلتيا د فضا په آرامولو کې ستر نقش لري.

ګېنشر د ۱۹۷۴ او ۱۹۹۲ م کلونو په اوږدو کې د آلمان د بهرنيو چارو وزير پاتې شوی دی. د ده ليبرال دموکرات ګوند له سوسيال دموکرات ګوند سره يو ځای د شپېتمو کلونو له پای راهيسې «د ختيځ نوې پاليسي» په لاره اچولې ده چې په اول سر ورته غربي متحدينو او د آلمان محافظه کارو ګوندونو د شک په سترګه کتل.

له دې کبله د «دوه جمع څلور» تړون رامنځ ته کيدل يوه غير عادي پېښه برېښي. ځکه چې د برلين دېوال تر چپه کېدو يو کال وروسته هم شک او ترديد موجود ول. په تېره بيا د بريتانيې لومړۍ وزيرې، ماګرېت تاچر، له بيا يو ځای شوي آلمان څخه اندېښنه لرله. د هر نوع مخالفت سره سره، ګينشر په دې بريالی کيږي چې د نورو اندېښنې رفع کړي. د ۱۹۹۱ م کال د مارچ په ۴ مه نېټه شوروي اتحاد د وروستي هيواد په توګه د «دوه جمع څلور» سند تصويبوي، چې دا د ګينشر له پاره وروستۍ تر ټولو ځلانده بريا ده.

ګينشر اوسمهال له خپلې تجربې څخه په ګټې اخيستنې نورو ته لارښوونه کوي. ګينشر د اتومي وسلو پراخې زېرمې د نړۍ له پاره لوی ګواښ بولي او وايي چې يوازې د هغوی له منځه وړل نړۍ په يو خوندي ځای بدلوي. د ده د علاقې يوه بله پروژه د اروپا بهير دی چې وايي په دې لاره کې لا زيات پيوستون ته اړتيا ليدل کيږي. په آلمان کې له کډوالو سره د پراخو مرستو په هکله ګينشر خوشحالي اظهاروي او خپل هېوادوال ستايي.