1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوو امريکايي اډو تړل ښايي وځنډول شي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۸, پنجشنبه

له افغانستانه د امريکايي عسکرو د بشپړ وتلو بهیر د ورو کولو په هکله د غور په ترځ کې ویل کیږي چې په کندهار او جلال آباد کې دوې امریکايي اډې ښايې تر ۲۰۱۵م کال وروسته هم پرانیستي پاتي شي.

https://p.dw.com/p/1Et3G
انځور: MIKE PATTERSON/AFP/Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او يو شمېر امريکايي قوماندانانو ويلي دي چې له افغانستان څخه د پاتي امریکايي ځواکونو د وتلو پر پلان باندي بيا غور وشي.

که څه هم د ولسشمر بارک اوباما ادارې تر اوسه پوري په رسمي توگه د دغي غوښتني په اړه غبرگون نه دی ښودلي، خو د امريکا له پوځي کړیو څخه کله نا کله اوریدل کیږي چې د تیر میلادې کال له می میاشتي راهيسي په افغانستان کې شرایط بدل شوي دي.

پر دغي نېټې اوباما اعلان وکړ چې د ۲۰۱۵م کال تر پایه پوري به په افغانستان کې د مېشتو لسو زرو امريکايي عسکرو شمیر نیمايي ته راکښته کړل شي او پاتې نور به یوازي د بگرام او کابل په اډو کې فعالیت ولري.

تمه کیږي چې اوباما به په راتلونکو څو ورځو کې، کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د اجرائیه چارو رئیس عبدالله عبدالله واشنگتن ته سفر کوي، په دې هکله غور وکړي چې آیا له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو بهیر ورو کړي که نه.

د رسنیو د رپوټونو له مخي امريکايي چارواکي به په امریکا کي د غني تود هرکلی وکړي. غني به د امریکا د بهرنیو چارو، دفاع او خزانې له وزیرانو سره د ولسمشرۍ په استراحت ځای «کمپ دیوید۸» کې وگوري.

افغان ولسمشر به د سه شنبه په ورځ په سپینه مانۍ کې د اوباما مېلمه وي او له هغه سر به یوځای د غرمې ډودۍ وخوري. د چهار شنبه په ورځ به غني د امریکا کانگرس ته وینا وکړي.

د امریکايي عسکرو د ایستلو بهیر ورو کول

ویل شوي دي چې امریکايي چارواکي به له افغان ولسمشره تمه ولري څو د افغانستان په ۱۳ کلنه جگړه کې د امريکايي عسکرو د قربانیو ستاینه وکړي.

د دی تر څنگ ښايي غني یووار بیا له متحدو ایالاتو څخه وغواړي چې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو بهیر ورو کړي.

د متحدو ایالاتو حکومت یوه لوی چارواکي د خپل هویت د نه بربڼدولو په شرط رویترز خبري آژانس ته ويلي دي چې د عسکرو د وتلو په پلان کې «د انعطاف له پاره د ولسمشر غني د غوښتني په وړاندي جواب ورکول د دغي لیدني کتني مهمه برخه گڼله کیږي.»

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې ده چي «زه فکر نه کوم چې غني دي خپل هيواد ته تش لاس ستون شي.»

په افغانستان کې د طالبانو د بغاوت لمن له پراخېدو سره سره، د امريکا ستراتیژي د افغان امینتي ځواک په توامندۍ پوري تړلې ده او د اوباما ادارې داسي ښودلې ده چې هغه ښايي د ځواکونو د رایستلو پر پلان باندي له سر غور وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې سپینه مانۍ په دې هکله فکر کوي چې اوباما څومره کولای شي چې د عسکرو د رایستلو بهیر په راتلونکو دوو کلونو کې ورو کړي.

اوباما د تیر کال په می مياشت کې ویلي ول چې د ۲۰۱۶م کال تر پایه پروي به د امریکايي عسکرو شمیر «د سفارت د عادي حضور» کچې ته راکښته کړي.

دا چې د «سفارت عادی حضور» څه معنی لري سمه روښانه خبره نه ده. دا ډول یوه څرگندونه ولسمشر ته یو ډول موقع ورکوي څو تر ۲۰۱۷م کال وروسته هم هلته خپل پوځي حضور وساتي.