1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دويچه ويله خپروني قصداً اخلال کيږي

۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د دويچه ويله انجنيرانو د فبرورۍ پر 14 د دوشنبې په ورځ دUTC پر وخت 13:07 په خپرونو کي اخلال تشخيص کړی. دا اخلال په هغو زيګنالونو کي وموندل سو چي د Hotbird 8 د سپوږمکۍ په واسطه خپريږي.

https://p.dw.com/p/R1Fj
د دويچه ويلي راډيو د عمومي دفتر ودانۍ
د دويچه ويلي راډيو د عمومي دفتر ودانۍانځور: DW

دغه زيګنالونه قصداً له خنډونو سره مخامخ سوي دي، يعني هغوی د پرديو زيګنالونو په واسطه مختل سوي دي. دا چي دا پردي زيګنالونه له کومه سوي، دقيق معلومات تراوسه ترلاسه سوي نه دي. خو اټکل کيږي.

پخوا د داسي اخلال کونکو زيګنالونه سر چينه ايران ؤ، څرنګه چي وروستي ځل د فبرورۍ په مياشت کي تشخيص سول.

دغو اخلال کونکو زيګنالونو په اروپا، منځني ختيځ سيمو او د آسيا په ځينو برخو کي د دويچه ويله د اروپا د تلويزيون (DW-TV Europa)، عربي تلويزيون(DW-TV Arbia) خپروني او دغه راز د اف ام څپي (UKW)او لنډي څپي(KW) اغيزمني کړي دي.

دغه راز د دويچه ويله انترنتي خپروني هم له دغه اخلال سره مخامخ سوي دي. دا چي له Hotbird 8 څخه د DW-WORLD.DE له لاري د ژونديو خپرونو د وړاندي کونکي دستګاه ته د زيګنالونو د ليږدولو لپاره کار اخيستل کيږي، په دې برخه کي هم ځيني اخلال رامنځ ته سوی دی.

خو ددې ستونزي سره سره د دې لپاره چي د دويچه ويله د ټولو خپرونو بهير خوندي وساتل سي، د خپرونو تخنيکي ادارې په اقدام لاس پوري کړ.

دغي ادارې د انترنتي او سټلايټ خپرونو لپاره بديل دستګاوي کرايه کړي دي. په دي اړه د دويچله ويله همکارو نشراتي دستګاو ته چي د دويچه ويله خپروني ترلاسه کوي، خبر ورکړل سوی دی.

د دويچه ويله د خپرونو عمومي آمر Mark Kock