د دويچه ويله سيالي
۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبهگرانو دوستانو دويچه ويله پښتو ويب پاڼه نن بيا د فوټبال د اروپايي اتلولۍ د سياليو د پايلوبي په خاطر چي د هسپانيې او ايتاليا لوبډلو تر منځ ده يوه سيالي پيل وي، او گټونکي ته ئې جايزه ورکوي.
هر هغه چا چي د نن ورځي د لوبي د گولونو په اړه دقيقه وړاند وينه وکړه، يعنی هر چا چي دقيق وويل، چي کومه لوبډله به څومره گولونه ووهي د دويچه ويله د پښتو ويب پاڼي له خوا جايزه ورکول کيږي. د جايزې گټونکی تر لوبي يوه ورځ وروسته اعلانيږي.د نن ورځي سيالي د اروپا پر وخت 20:45 دقيقې (د کابل پر وخت 23:15) په ژوندۍ بڼه خپريږي.
په تيره سيالۍ کي چي د المان او ايتاليا تر منځ وه، د محمد شافي او د عمر واحيديار په نومونو ورڼو د گول وهلو دقيقه وړاند وينه کړې وه. له دغو ورڼو څخه هيله کيږي، چي د دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته خپلي پتي را ولېږي تر څو خپلي گټلي جايزې ور ولېږل سي.
بلې گرانو دوستانو د نن ورځي سيالي سر له اوسه پيليږي. خپل نظر ورکړئ. بختور اوسئ.