1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویمې نړیوالې جګړې د پای د لمانځنې په مراسمو کې قدرت نمایي

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۹, شنبه

د هټلر پر وړاندې د پخواني شوروي د بریالیتوب د اویایمې کلیزې د لمانځنې په ورځ په مسکو کې د دغه هیواد په تاریخ کې د رسم گذشت تر ټولو لوې مراسم نیول شوې. خو د لویدیځو هیوادو ډیر سیاستوالو په دغو مراسمو کې گډون نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/1FNFm
انځور: Reuters/Host Photo Agency/RIA Novosti

په روسیه کې د آلمان د نازي ځواکونو پر وړاندی د بریالیتوب د ۷۰ کلیزې د لمانځنې مراسم په رسمي ډول پیل شول. د لومړي ځل له پاره د روسیې د کامچاتکا او زاخالین په ختیځو سیمو کې هم د دویمې نړیوالې جگړې د قربانیانو په یاد د ویر مارش او رسم گذشت ترسره شو. د رسم گذشت تر ټولو لوې مراسم په مسکو کې نیول شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دویمې نړیوالې جگړې د سرتیرو د یادون تر څنگ د آلمان د نازي ځواکونو پر وړاندې د پخواني شوروي د بریا جشن نیولی او په دې ترڅ کې يې لوی رسم گذشت ترسره کړ. په دې رسم گذشت کې بې شمیره تانکونه، جنگي الوتکې، بالستیکي توغندي او شاوخوا ۱۶۰۰۰ سرتیرو برخه اخیستې ده.

د اوکراین په کړکیچ کې د روسیې د مداخلې له امله ډیر شمیر لویدیځ چارواکو په دغو مراسمو کې له گډون کولو سره بایکاټ کړی دی. د آلمان لومړۍ وزیرۍ انگلا میرکل، هم د رسم گذشت په دغو مراسمو کې له گډون کولو څخه ډډه کړې ده. تمه کیده چې مرکل به د یکشنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړي او هلته به له پوتین سره یوځای په دویمه نړیواله جگړه کې د وژل شویو گمنامه سرتیرو په آرامگاه کې د گلانو گیډۍ کیږدي.

د جمعې په ورځ د دویمې نړیوالې جگړې د پای اویایمې کلیزې په مناسبت د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې دولتي مشرانو د دغې جگړۍ د میلیون هاو قربانیانو یاد تازه کړ. د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک، هم د خپل هیواد په پارلمان کې د دویمې نړیوالې جگړې پر مهال د شوري ځواکونو هغو سرتیرو ته د احترام مراتب څرگند کړل چې د نازي دیکتاتور رژیم څخه یې د آلمان د آزادولو په برخه کې خپل سرونه قربان کړي ول. د آلمان ولسمشر وویل: «د هغو برخلیک موږ ته دا درس راکوي، چې په خپل ټول قوت سره د سولې، پخلاینې او تفاهم څخه دفاع وکړو.»

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په دویمه نړیواله جگړه کې د متحدو ځواکونو د وژل شویو سرتیرو په هکله وویل: «دا هغه نسل وو چې په واقعي معنی سره یې ټوله نړۍ ژغورلې ده.»

اوباما زیاته کړه چې اوس هم باید لویدیځ متحدین د آزادۍ، امنیت، دیموکراسۍ، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت له پاره په گډه مبارزه وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل