1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله د ویبلاګونو سیالۍ په ۱۳ ژبو کې

مسعود جهش (گابریِل گونزالس)۱۳۹۱ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د انترنت کاروونکي د ۲۰۱۳ کال مارچ میاشتې تر شپږمې نیټې پورې وخت لري چې د دویچه ویله د «BOBs» په نوم سیالۍ کې د ګډون له پاره خپل ویبلاګونه او ویبپاڼې وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/17a07
Logo der Bobs DW/Auslandsmarketing Bei der Verschlagwortung bitte "thebobs13" mit eingeben, bzw Thebobs 2013
Deutsche Welle Logo der Bobs

د دغې سیالۍ جایزه هغو ویبپاڼو او ویبلاګونو ته ورکول کیږي چې له انترنت څخه یې د بیان د آزادې او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې کار اخیستی وي.

د دویچه ویله د ویبلاگونو د سیالۍ ګټونکې د یوه نړیوال حکم هیأیت او د انترنت د کاروونکو له خوا ټاکل کیږي. د انترنت کاروونکي د خپلې خوښې ویبلاګ او یا هم ویبپانې ته د رای ورکولو له لاره هغه د ګټوونکو په نوملړ کې ونیولې شي.

له یو بل سره په انترنیتي اړیکه کې ټولنه

ترکي، هندي او اوکراینې سږ کال د دریو نویو ژبو په توګه د دویچه ویله په دغه سیالۍ کې شاملې شوې دي. ترکیه یو له هغو هیوادونو څخه ده چې په ټوله نړۍ کې د ټولنیزو شبکو ډیر کاروونکي لري. د وروستیو څیړنو له مخې چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې شوي دي ترکیه د ۳۱ نورو هیوادونو په ډله کې پنځم مقام لري. آلمان په دغه درجه بندي کې ۲۶ ځای خپل کړی دی.

له ترکیې څخه د حکم هیأت غړی اوزکور اوچکان، د «BOBs» په سیالۍ کې د ترکي ژبې له شاملیدو څخه ډیرې هیلې لري. هغه وایي: «د ویبلاګونو کچه په ترکیه کې ډیر لوړه ده او په کې تنوع هم موجوده ده. خو ریښتیني سیاسي متنونه چې په کې بل ډول فکر شوی وي، د دغو ویبلاګونو یوه کوچنۍ برخه جوړوي. زه هیله لرم چې د «BOBs» په سیالۍ کې د ترکي ژبې شاملیدل د دغې موضوع له پیاوړي کیدو سره مرسته وکړي.»

بلاګونه د ټولنیزو شبکو په پرتله

د کال له بدلیدو سره د «۲۰۱۳: د انترنیتي نړۍ بیا تصرف» تر عنوان لاندې خپور شوی متن په آلمان کې د ویبلاګ لیکونکو په منځ کې د خبرو اترو یوه توده موضوع شوه.

یو تن پیژندل شوی ویبلاګ لیکونکی جاني هویسلر، ویبلاګ لیکنې ته د لا ډیرې پاملرنې غوښتونه کوي او د هغه مثبت اړخونه له ټولنیزو ویبپاڼو لکه فیسبوک او تویتر سره پرتله کوي. هغه وايي چې په ویبلاګونو کې د اوږدو او بشپړو پیغامونو د استولو امکان موجود دی.

اوزګور اوچکان هم دې ته ورته خبره کوي. هغه وایي: «په ترکیه کې دیجیتال فعالیتونه ډیر رواج دي خو دغه فعالیتونه تر ډیرې کچې پر ټولنیزو شبکو متمرکز دي. موږ داسې ویبلاګونو ته اړتیا لرو چې د ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې ژورې موضوعګانې په پام کې ونیسي. موږ لا پراخه لیدلوري او آزادو خبرو اترو ته اړتیا لرو. زه فکر کوم چې «BOBs» له موږ سره په دې برخه کې مرسته کوي.»