1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله نوی اپلیکیشن ډاونلوډولای شئ

دویچه ویله۱۳۹۴ تیر ۱, دوشنبه

خپل گرځنده تلیفون او ټبلېټ ته د دویچه ویله اپلیکیشن په وړیا توگه ډاونلوډ کړئ او د افغانستان او نړۍ په هکله رپوټونو، غږیز پیغامونو او انځورونو ته لاس رسی ومومئ. دغه اپلیکیشن له App Store او Google Play څخه ډاونلوډولای شئ.

https://p.dw.com/p/1Fl5w
DW News App Pashtu
انځور: DW

د دویچه ویله د نوې اپلیکیشن په ډاونلوډولو سره تاسې کولای شئ په خپله اړونده ژبه د افغانستان او نړۍ په هکله مطالبو ته لاس رسۍ پیدا کړئ.

که چیرې له کمزوري انټرنیټ څخه استفاده کوئ او یا غواړئ کم انټرنیټ مصرف کړئ، تاسې کولای شئ چې «یوازې متن» حالت په فعالولو سره بې له انځورونو متن ته لاس رسی پیدا کړئ.

تاسې کولای شئ چې د «آفلاین» حالت په غوره کولو سره یوازې هغو مطالبو ته لاس رسی ومومئ چې تر مخه پرانیستل شوي وي.

د دې اپلیکیشن بله ځانگړنه دا ده چې تاسې کولای شئ د خپلې خوښې وړ مطالب (My DW) کې خوندي کړئ او هر کله چې یې وغواړئ په خپل اختیار کې یې ولرئ.

همداشان که چیرې وغواړئ چې کوم مطلب، انځور او یا هم ویډیو له موږ سره شریکه کړئ نو د دې اپلیکیشن له لارې یې موږ سره شریکولی شئ. د دې کار له پاره باید د (My DW) برخې ته ولاړ شئ او د پاڼې په لاندینۍ برخه کې، دویچه ویله ته د مطالبو او انځورونو د رالیږلو ځای ومومئ.

له دې ځای څخه یې ډاونلوډولای شئ:

په App Store کې د DW اپلیکیشن د iOS سیستم له پاره
په Google play کې د DW اپلیکیشن د انډریوډ سیستم له پاره