1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ديموکراتانو مخورو سياستوالو د اوباما څخه خپل ملاتړ اعلام کړی

۱۳۸۷ شهریور ۷, پنجشنبه

دا د ډيموکراټ ګوندلپاره تراوسه تر ټولو ښه کنګره وه. هم د راغلو استازو او خصوصاً دګوند د رهبرۍ لپاره چي نوره ددې بيره نلري

https://p.dw.com/p/F6dx
هيلري کلينټن او د هغې لور
هيلري کلينټن او د هغې لورانځور: AP

چي بيابه لکه د جمهوري رياست د انتخاباتوپه مقدماتي مبارزه کي چي د بارک اوباما او هيلري کلينټن تر منځ اختلافات رامنځته سوي وه.

هيلري کلينټن د خپلي کانديدۍ لپاره د رايو ورکولو څخه وختي لا تيره سوې وه. هغې وويل :«د وحدت او کاميابۍ پخاطر په ګډه سره اعلاموو، چي بارک اوباما،زموږ کانديد دی ، او زموږ جمهوررييس به هم سي .»

اوباما کانديدسو، اود هيلري کلينټن څخه يې مننه وکړه. بيا د بيل کلينټن نوبت راورسيدۍ. ده يوازي څو دقيقي وروسته تر ډيرو چکچکو وکولای سول، چي خپله بيانيه شروع کي، د موقع څخه يې استفاده وکړه، او کنګرې ته يې وويل چي ده هم د سختي مقدماتي مبارزې څخه زده کړه کړې ده.« پرون هيلري په واضح ډول او قاطعيت سره وويل، چي دابه هرهغه څه وکي،تر څو بارک اوباما انتخاب سي »

کلنټن په دې نظر دی چي اوباما، تر جان ميک کېن ډير ددې وړتيالري چي دغي لوړي چوکۍ ته ځان ورسوي. هغه وايي تاسو وګوري چي په تيرو اتو کلونو کي جمهورريت غوښتونکو د ددې هيواد څخه څه جوړ کړل.

د امريکا پخوانی اولسمشر بيل کلينټن
د امريکا پخوانی اولسمشر بيل کلينټنانځور: AP

کلينټن وويل:« موږ د بودجې زياتوالی درلودی، خو تاسي په پورونو کي غرق ياست د نوو کار ځايو اندازه د 22 مليونو څخه 5 مليونو ته راکښته سوې ده. موږ 8 مليونه امريکايان د غربت څخه وژغورل، تاسو پنځه نيم مليونه بيرته ور ټېله کړه. په مليونونو نورو کسانو صحي بيمې د لاسه ورکړي. خو سربيره پر دې ستاسو کانديد ددغه سياست د دوام وعده ورکوي.»

دغه کنګره چي پخپل ‌ذات کي ډيره کاميابه وه په هغه کي طاهراً لږ اختلافات ليدل کيده. او اوس به په ګډه سره د جمهورريت غوښتونکو پر ضد مبارزه وسي.

اوباما چي د خپل معاون په حيث جوی بيډن، نومولی دی او په سياسي جرو بحثونو او مقابلوي حملو کي مشهوره دی د انتخاباتو په دغه مهمه مرحله کي يو ښه انتخاب دی. نوموړي وويل چي:« جان ميک کېن پر غلطه روان دی اوباما سم وايي»

په اخيرکي اوباما، بخپه د ستيج سر ته راځي، تر څو د بيډن څخه مننه وکړي او ټولو خپلو پلويانو ته ووايي چي ددغي ورځي د پاره يي څونه خوسالي کوله.

بارک اوباما، وويل:« موږ کنګره پرانيزو تر څو هريو وکولای سي راسي او زموږ سره يي ولمانځي او زموږ سره يو ځای امريکا بيرته په لاس راوړي دابه يوه ډيره لويه روځ وي، چي بيا موږ او تاسي دغه ډول سره راټول سو، خدای دي تاسي وساتي او خدای دي امريکا وساتي.»