1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ديموکراسي کولو پروسه بايد دوام ومومي.»

نجيب الله زيارمل۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وليدل او له هغه سره ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ملکي او پراختیايي مرسته په اړه خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/174Or
Bundespräsident Joachim Gauck wird am 18.12.2012 in Kabul in Afghanistan vom afghanischen Präsidenten Hamid Karzai (l) empfangen. Anschließend wollten sie über die zivile und entwicklungspolitische Zusammenarbeit nach dem Abzug der internationalen Truppen Ende 2014 sprechen. Foto: Wolfgang Kumm/dpa pixel
Gauck und Karzai in Kabul 18.12.2012انځور: picture-alliance/dpa

دواړو مشرانو نن دوشنبه (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۱۸) تر ليدني کتني وروسته په يوه گډه خبري غونډه کي گډون وکړ. په پيل کي افغان ولسمشر حامد کرزي د آلمان له جمهور رئيس څخه مننه وکړه چي په ورتگ سره ئې وياړ وروباخښه.

د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه چي هغه ته ئې د افغانستان افتخاري مډال ورکړ او زياته ئې کړه چي له کرزي سره ئې خبري گټوري وې او ولسمشر حامد کرزي وعده ورکړې ده چي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني به په پوره امانت دارۍ سره ترسره کيږي.

گاوک يووار بيا د آلمان له اړخه پر مرستو باندي ټينگار وکړ، او په دغه هيواد کي ئې د ديموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کي د نور پرمختگ غوښتنه وکړه: «موږ باور لرو، چي په افغانستان کي د تل پاتي سولي امکان سته.»

گاوک په ځانگړې توگه په دغه هيواد کي د ښځو پر برابرۍ باندي ټينگار وکړ: «د ديموکراسي کولو پروسه بايد دوام ومومي.» هغه زياته کړه، چي افغانستان د بدلون په حال کي يوه ټولنه ده. خو د ديموکراسۍ په لار کي بايد نور گامونه هم واخيستل سي. د ۲۰۱۴ کال په پای کي بايد په دغه هيواد کي د ناټو جنگي ماموريت پای ته ورسيږي.

د آلمان جمهور رئيس په پلان کي لري، چي له ولسمشر حامد کرزي سره تر خبرو وروسته نن سه شنبه له افغان ديني عالمانو سره هم وگوري.

يوآخيم گاوک په کابل کي د خرابي هوا له کبله تر ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته له مزارشريف څخه کابل ته ستون سو.

يوآخيم گاوک په مزارشريف کي د سرتيرو د ليدني کتني پرمهال
يوآخيم گاوک په مزارشريف کي د سرتيرو د ليدني کتني پرمهالانځور: Reuters

گاوک تيره ورځ په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد او هلته ئې د کريسمس تر جشن د مخه په مزارشريف کي له خپلو سرتيرو ليدنه کتنه وکړه او له هغو څخه ئې د خپلو دندو د ترسره کولو له امله مننه وکړه.

هغه په مزارشريف کي د آلمان د اردو په عمومي پوځي اډه کي سرتيرو ته په خطاب کي وويل، چي افغانستان ته د دې له پاره راغلی دی چي«له هغوی څخه قدرداني وکړي.»

هغه زياته کړه: «په افغانستان کي ستاسو فعاليتونه تر انساني توان لوړ دي، تاسي ميړني انسانان ياست.» هغه په دوام کي وويل: «تاسي په خپلو تلاښونو سره دلته خلک سولي او ديموکراسۍ ته هڅوی.»

په پلان کي ده چي د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک به درې ورځي په افغانستان کي پاته سي او پر افغان حکومتي چارواکو سربيره به د مدني ټولنو له استازو سره هم وگوري.

له هغه وخت راهيسي چي يوآخيم گاوک د آلمان ولسمشر سوی دی، دا ئې افغانستان ته لومړی رسمي سفر دئ.