د راسموسن کاري دوره يو کال نوره هم اوږده سوه
۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبهپه ځینو حالاتو کې د ناټو د عمومي منشي کاري دوره د یوه اضافي کال له پاره غځول کيږي. د ناټو له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «تر مشورو وروسته، ائتلاف نن(۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۳) پریکړه وکړه چې د عمومي منشي راسموسن د کار موده يو کال نوره هم تصویب کړي.»
له دې سره نو د ۵۹ کلن اندرس فوغ راموسن کاري دوره د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتي تر پایه پوري وغځیده. ناټو اوس پلان لري چي له افغانستان څخه ورو ورو خپل ځواکونه وباسي.
د راسموسن د کاري دورې له پای ته رسېدو سره، د هغه دنده ته احتمالي نوماندانو خپل تلاښونه پیل کړي ول. په دغو نوماندانو کې د ایتالیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فرانسو فراتني هم شامل دئ.
راسموسن په ۲۰۰۹ کال کې د ناټو د عمومي منشي په توگه خپله دنده پیل کړه. هغه تر دې دمخه د ډنمارک لومړی وزیر تير شوی دئ. هغه په افغانستان کې د امنیت د لېږد بهیر له پیل څخه د ناټو مشري کوي. په دې ترڅ کې ناټو ورو ورو امنيتي مسئوليتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپاري.
د راسموسن د کار پر مهال ناټو دغه راز په لیبیا کې هم د قذافي رژیم د مخالفینو هوایي ملاتړ وکړ. د هغوی دغه ماموریت د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شوی وو.
د يوه کال له پاره د کاري مودي د اوږدېدو خبر تر اعلان وروسته راسموسن خبریالانو ته وویل: «زه د ائتلاف د غړو هیوادونو په اعتماد ویاړم.» هغه زیاته کړه: «زه په دې ویاړم چې په سختو حالاتو کي مي د ناټو مشري کړې ده.»
راسموسن به د خپلي کاري دورې له غځیدو سره په دې وتوانيږي، چي په افغانستان کي د امنیت د لېږد بهیر بشپړ کړي. هغه ویلي دي چې د ۲۰۱۴ کال د اگست د میاشتي لومړۍ نېټه ډير ښه وخت دئ چي د دغه تړون مشري يو بل چاته وسپارل شي.
راسموسن زیاته کړې ده، په دې وخت کي به په افغانستان کي د ناټو نوی ماموریت چي هغه د افغان ځواکونو روزل دي پیل شي.
مسعود جهش (رویترز، د المان خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل