1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رايو د تفتيش بهير ولي ورو پرمخ روان دی؟

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ د رایو د تفتیش بهیر پرته له کومي ستونزي پر مخ ولاړ خو دغه بهیر ډیر ورو دوام لري. ولسمشر کرزي له ملگرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده چې د پلټني بهیر گړندۍ کړی څو پایلې پر خپل ټاکل شوي وخت اعلان شي.

https://p.dw.com/p/1Cqv7
انځور: DW/H. Sirat

د رایو د تفتیش په ترڅ کې ټول صندوقونه څېړل کیږي خو که یو صندوق معیارونه پوره نه کړي، قفل یې خلاص شوی وي او یا هم په لاس د خلاصیدو وړ وي، نو په دې صورت کې د دغه صندوق هره رایه له سره شمیرل کیږي او پاکې راېې له ناپاکو څخه بیلیږي.

که په څو رایو کې یو ډول تیک مارک یا نښانې موجودي وي، څو ځایه پرې رنگ وهل شوی وي او یا هم پکښې د ناظرانو او مسوولانو لاسلیکونه او مهرونه موجود نه وي، نو دغه ډول رایې باطلیږي. تر دې وروسته بیا باطلې شوي رایې د پایلو په پاڼه کې درجیږي.

د رایو د ابطال په اړه وروستۍ پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون کوي. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د تفتیش بهیر د دواړو کانديدانو د استازو او نړیوالو څاروکو په حظور کې پر مخ روان دی. هغوی خپل نظرونه په یوه چک لیست کې راغوڼدوي. په پای کې د ټاکنو کمېسیون بیا هم د څارونکو په حضور کې د رایو د ابطال په اړه پریکړه کوي.»

هوتکي وویل چې د هري ورځي په تیریدو سره څارونکي د تفیش له بهیر سره لا ډیره اشنايي پیدا کوي نو له دې کبله هغه هیله څرگنده کړه چې په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر گړندی شي.

د رایو د تفتیش په هنگرونو کې د پاکو او ناپاکو رایو پر سر شخړي اوس په یوې عادي خبري باندي بدلي شوي ده. د دواړو کانديدانو استازي هڅې کوي چې په خپله گټه د کارول شویو رایو دفاع وکړي چې کله نا که دغه بحثونه آن فزیکي نښتو ته هم رسیږي.

د ملگرو ملتونو سرخت کار

هره ورځ سل ټیمونه د رایو صندوقونه تفتیشوي. د ملگرو ملتونو استازي او نړیوال څارونکو څه نا څه د تفتیش په ټولو میزونو کې ونډه لري. خو د هغوی له ډلي څخه هیڅ یو یې هم حاضر نه شو چې له دویچه ویله سره د دې بهیر په اړه خبري وکړي. دغه بهرني څارونکي استدلال کوي چې هغوی نه غواړي په نظر ورکولو سره دغه بهیر لا جنجالي کړي.

هغه علامي چې رای ورکوونکو یې په واسطه په رايي پاڼو کې خپل د خوښي کانديد ته رایې ورکړي دي، د تفتیش پر مهال په یوې جنجالي موضوع باندي اوښتې ده. څارونکي د دغو علامو د ریښتینوالي په اړه یو له بل سره جنجال کوي.

په هر میز کې چې د دواړو کاندیدانو استازي د رایو په اړه جنجال کوي، د ملگرو ملتونو کارپوهان مداخله کوي او وروستۍ پریکړه کوي. خو اوس د ډاکټر اشرف غني د تیم غړي وایي چې په دې اړه ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو د غړو تر منځ یوه موافقه شوې ده. د ډاکټر اشرف غني د ټیم یوه غړي عبدالرحمان خروټي، وویل: «موږ چلیپاوي بېلي حسابوو، تیک مارکونه جدا حسابوو او نور علایم جلا حسابوو. بیا دغه ټول د پایلو په پاڼو کې لیکو. پر دي کار باندې دواړو تیمونو موافقه کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله استازي بیا وایي چې اوس هم دغه موضوع حل شوې نه ده. د عبدالله د ډلي څارونکي جنرال امرالله امان، وویل: «موږ وړاندیز کړی دی چې له یو شان علامو سره څرنگه برخورد وشي. موږ په دې اړه یوناما ته خپل وړاندیزونه ورکړي دي خو تر اوسه پوري مو په دې اړه ځواب ترلاسه کړی نه دی.»

یوه بله ستونزه چې په کمېسیون کې یې د رایو د ابطال بهیر ورو کړی دی له میکانیزمونو سره د ناظرانو نااشنایي ده. څارونکي او د کمېسیون کارکوونکي یو بل له دې بهیر سره په نااشنایي تورنوي.

د ټاکنو کمېسیون د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د رایو د تفتیش د بهیر له پیل راهیسې ۴۳۶۷ صندوقونه څارل شوي دي. په داسې حال کې چې په درو وختونو کې د رایو د صندوقونو د څارني وړاندېز شوی دی، ویل کیږي چې د نړیوالو څارونکو کموال د دې کار د نه کیدو اصلي لامل دی.