1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رایو تفتیش د پنجشنبې له ورځې پیلیږي

حسین سیرت۱۳۹۳ تیر ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی دی چې د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د ټولو رایو تفتیش د پنجشنبې له ورځې څخه پیلیږي. د کمیسیون د چارواکو په خبره د رایو شاوخوا ۲۰ زره صندوقونه د درو اوونیو په موده کې تفتیشیږي.

https://p.dw.com/p/1CdvD
انځور: Reuters

د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو رایې وروسته له هغې تفتیش کیږي چې د افغانستان ټاکنې له یوه بن بست سره مخامخ شوې. د ټاکنیز کړکیچ تر ژوریدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته سفر وکړ او د هغه په منځگړتوب د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د ټولو رایو له سره د تفتیش په هکله موافقه وشوه.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای ۱۶مه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د اروپایي ټولنې ځیني ناظرین حضور لري. له نورو مختلفو بنسټونو څخه ناظرین چې د نظارت د تر سره کولو تصمیم لري د راتگ په حال کې دي. سبا په ابتدایي شکل دغه بهیر پیلیږي.»

د رایو تفتیش د دواړو نوماندانو د ناظرینو په حضور او د ملگرو ملتونو د نمایندگۍ تر څارنې لاندې تر سره کیږي. همداشان یو شمیر نړیوالو بنسټونو ته هم له تفتیش څخه د څارنې په موخه بلنه ورکړل شوې ده.

د ولسمشریزو ټاکنو دواړو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله، او اشرف غني احمدزي، پر دې توافق کړی دی چې د رایو د تفتیش وروسته به په پایلې مني. په پام کې ده چې د دواړو نوماندانو د انتخاباتي تیمونو دیرش تنه غړي د رایو د تفتیش د پروسې په هکله روزنه وویني.

ښاغلي نور په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې په لومړیو ورځو کې به د رایو کم صندوقونه تفتیش شي خو د تفتیش له طرز سره د ناظرینو د آشنا کیدو وروسته به دغه بهیر په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شي: «په هر ساعت کې یو صندوق تفتیشیږي، خو البته په لومړیو ورځو کې، دا چې بیا وروسته ناظرین بلدتیا پیدا کوي نو سرعت هم گړندی کیږي. په وروستیو ورځو کې به هره ورځ ۱۰۰۰ صندوقونه تفتیش شي.»

په داسې حال کې چې د دواړو نوماندانو د توافق پر اساس د رایو د تفتیش په بهیر کې اصلي نقش یوناما لري خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې د دغه تفتیش مشري د کمیسیون په لاس کې ده: «د تفتیش د بهیر رهبري د ټاکنو خپلواک کمیسیون پورې مربوطیږي خو د ملگرو ملتونو او نړیوالو ناظرینو تر سختې څارنې لاندې. د ټاکنو د کمیسیون پرته بل هیڅ ظرفیت وجود نه لري چې دغه ۲۰ زره صندوقونه د درو اوونیو په موده کې تر تفتیش لاندې ونیسي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې ټول ناظرین کولای شي د رایو د تفتیش بهیر په آزادانه ډول تر څارنې لاندې ونیسي او پر هغوی به کوم محدودیت وجود و نه لري.

په عین حال کې د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو هم د تفتیش د بهیر په ښه ډول د مخ ته وړلو له پاره خبرې اترې کړي دي.

ډاکټر عبدالله د سه شنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي کور ته ورغی او دواړو نوماندانو له یو له بل سره خبرې اترې وکړې. د دواړو نوماندانو انتخاباتي تیمونو ویلي دي چې دغه خبرې اترې د دواړو نوماندانو تر منځ د وروستۍ توافقنامې په ښه توگه د تطبیقولو ته متمرکزه وې.

په پام کې ده چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو وروسته نوماندان د ټاکنو نتیجه ومني او یو ملي حکومت رامنځ ته کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل