1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رایو د ارزوني بهیر نن پای ته رسیږي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ویلي دي چې د رایو د ارزونې او بیا شمیرلو بهیر د پنجشنبې په ورځ پای ته رسیږي. ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو هم سره لیدلي دي او ویل شوي چې اته کسیزه گډه کاري ډله به د اختلافي ټکو پر سر خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/1D6TW
انځور: Reuters

د انتخاباتي کړکېچ د ختمولو له پاره د بهرنیو دیپلوماتانو خبري اتري او هڅي هم ادامه لري. اوس دا امیدواري رامنځ ته شوې ده چې د رایو د ارزوني بهیر له ختمیدو سره سم به، ښایي د ملي یووالي حکومت د جوړښت په هکله هم یو توافق رامنځ ته شي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مسئولان وایي چې ولسمشرۍ ته د دواړو کاندیدانو تر منځ د یوه سیاسي توافق په هکله ځنډ، د ټاکنو د پایلو په اعلان کې خنډ کیدای نه شي. د هغوی په وینا د رایو د باطلېدو له بهیر سره سم به د ټاکنو پایلي اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۴مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «د ټاکنو کمېسیون دې ته ژمن دی، چې هر څه ژر د ټاکنو پایله اعلان کړي. دا د کمېسیون له پاره کوم فرق نه کوي چې سیاسي مسایل کوم ځای ته رسیدلي دي. زموږ له پاره مهمه دا ده چې سل په سلو کې ارزونه تر سره شوه او خلک باید نور ډیر انتظار و نه باسي.»

د افغانستان د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې د ټولو رایو له سره ارزول له هغه وروسته پېل شول چې ولسمشرۍ ته کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله، په ټاکنو کې د پراخو درغلیو خبره وکړه او گواښ یې وکړ چې که چیرې درغلیو ته رسیدگي ونه شي، نو یو موازي حکومت به اعلان کړي.

په دغه تفتیش کې تر ۲۲ زرو د زیاتو صندوقونو ټولي رایې چې د ټاکنو کمېسیون د ارقامو له مخې شاوخوا اته میلیونه رایې وي د ملگرو ملتونو او نړیوالو څارونکو تر څارني لاندي وارزول شوې. د رایو د ارزولو دغه بهیر څو وارې د دواړو نوماندانو د استازو د لفظي او فزیکي شخړو له کبله ودرول شو.

ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله
ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبداللهانځور: Getty Images

د ډاکټر عبدالله د ټاکنيزي ډلي څارونکو یووار بیا د رایو د باطلېدو پر پروسه باندې نیوکه وکړه او له دغه بهیر څخه يې د وتلو اعلان وکړ. د نوموړې انتخاباتې ډلي ناظرینو تر هغه وخته د رایو د ارزولو په بهیر کې گډون درلود چې د ټولو رایو ۷۵ سلنه ارزول شوي وې او تر هغې وروسته د رایو د ارزولو بهیر د دواړو کانديدانو د استازو له حضور پرته پر مخ ولاړ.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې د دغه تفتیش په پایله کې به څومره شمیر رایې باطلې شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د باطلو شویو رایو شمیر به د رایو د ابطال پروسې په آخر کې اعلان شي.

خو د ټاکنو کمېسیون ویاند وایي چې د دغه ارزوني په پایله کې به د دوهم پړاو ټاکنو ډیري رایې باطلې شي: «کله چې علني غونډي کیږي تاسې وینئ چې هره ورځ یو شمیر رایې باطلیږي. یعنې هره رایې چې باطلیږي دا آسانه خبره نه ده، ځکه چې د رایو تر ارزول کیدو وروسته دغه رایې جلا شوي دي. د تفتیش په نتیجه کې دا مشخصیږي، چې څومره شمیر رایې واقعي دي او څومره شمیر نوري بیا د زور او زر په واسطه صندوقونو ته اچول شوي دي.»

گډه کاري ډله

په عین حال کې دواړو کانديدانو د پنجشنبې په ورځ بیا سره ولیدل. په پام کې ده چې د دواړو ټیمونو یوه اته کسیزه گډه کاري ډله به سیاسي خبري اتري پر مخ یوسي. دواړه ټاکنیز ټیمونه هیله من دي چې دغه خبري اتري به په راتلونکو دوو درو ورځو کې نتیجه ورکړي او دواړه ټیمونه به د واک د ویش پر سر یوې موافقې ته ورسیږي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم پر دې ټینگار کوي چې سل په سلو کې د ارزول شویو رایو نتیجه دوی ته مهمه ده، ځکه چې په وینا یې همدغه رایې راتلونکی ولسمشر ټاکي.

د اشرف غني د ټاکنيزي ډلي يوه ویاند عباس نویان، له له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د افغانستان د خلکو روڼې او پاکې رايي کولای شي د افغانستان راتلونکی ولسمشر مشخص کړي.» د تحول او تداوم د ټاکنیزي ډلي نوموړي ویاند پر دې خبره هم ټینگار وکړ چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته هم د سیاسي مذاکراتو امکان شته.

د ډاکټر عبدالله ټاکنیز ټیم هم امیدواري څرگنده کړې ده چې دغه گډه کاري ډله به وکولای شي چې اوسنی کړکېچ ختم کړي.

د ډاکټر عبدالله، د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا، ویلي دي چې د پنجشنبې د ورځې په اوږدو کې هم دغو خبرو اترو دوام لاره. د اوریا په خبره دغه گډه کاري ډله هڅه کوي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په حضور کې د دواړو نوماندانو تر منځ د تر سره شوې هوکړې پر اساس یوه توافق ته ورسیږي.

ښاغلي اوریا، پر دې خبره ټینگار وکړ چې د اصلاحاتو او همپالني ټیم هیله من دی چې د دواړو نوماندانو تر منځ د لاسلیک شوي درې ماده ییز توافق جزئیاتو ته د گډي کاري ډلې په مذاکراتو کې درناوی وشي.